د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو یې لاسنیوی او ملاتړ غوښتی

ترهګري

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

نن د اګست ۲۱مه په نړۍ کې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او هغوی ته د درناوي د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

ملګري ملتونو له خپلو غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ د قربانیانو د لاسنیوي او ملاتړ په خاطر همکاري وکړي او خپل جلا پلانونونه هم جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا هر کال زرګونه کسان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل کېږي او هغه چې ترې روغ پاتې کېږي په لنډې او اوږدې مودې کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

ملګري ملتونه وايي له کرکې د ډکې ایډیالوژیو خپرول هم په پراخه کچه خلکو ته زیان اړوي.

د ملګرو ملتونو وینا ده چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ له غندل کېدو سره سره د ترهګرۍ قربانیان او له ترهګرو پېښو ژوندي پاتې کسان د غږ په پورته کولو، ملاتړ ترلاسه کولو او د حقونو د خوندیتوب په برخو کې هم له ستونزو سره مخامخ وي او ډېر ځله د ترهګرۍ قربانیان داسې انګېري چې هیر کړای شوي او یا هم پام ورته نه کېږي.

ملګري ملتونه وايي یوازې څو غړي هېوادونه یې د دې وړتیا او سرچینې لري چې په لنډې او اوږدې مودې کې د ترهګرۍ د قربانیانو اړتیاوې پوره کړي څو هغوی بیا په بشپړه توګه له ټولنې سره یوځای شي خو په دې برخه کې د ډېرو هېوادونو د وړتیا او سرچینو نه لرل د دې لامل شوی چې د ترهګرۍ قربانیان د اوږدې مودې لپاره د رواني ستونزو ترڅنګ له ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ شي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې دا د ټولو غړو هېوادونو لومړنی مسوولیت دی چې د ترهګرۍ د قربانیانو ملاتړ وکړي او د هغوی حقونونه خوندي کړي.

ملګري ملتونه وايي دوی هم په دې لړ کې مهم رول لري او هغه دا دی چې د ترهګرۍ ضد تګلارې په عملي کولو کې د غړو هېوادونو ملاتړ وکړي او د ترهګرۍ د قربانیانو د لاسنیوي ترڅنګ د هغوی د حقونو د خوندي کولو او هغوی ته د درناوی په برخه کې هڅې وکړي.

ایران

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سوریې جګړې د یو شمېر قربانیانو کورنۍ د هغوی عکسونه پورته کړي

ملګري ملتونه وايي په دې برخه کې له غړو هېوادونو او هغو سازمانونو سره چې د ترهګرۍ د قربانیانو لاسنیوی کوي تخنکي مرسته کولای شي.

د اګسټ ۲۱ مه په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي نړیوالې ورځ په توګه ومنل شوه او له هماغه راهیسې لمانځل کېږي.

د دې ورځې د لمانځلو موخه دا ده چې د ترهګرۍ قربانیان هم د نورو وګړو په څېر په ټولنه کې له خپلو حقونو او ازادیو برخمن شي او هغوی ته پام واړول شي.

په ۲۰۲۰ کال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش لخوا په یوه رپوټ کې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل شول چې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي په برخه کې له یو بل سره همکاري او د یو بل ملاتړ وکړي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د روان ۲۰۲۳ کال کې په جون میاشت کې د ترهګرۍ د قربانیانو یاد او درناوي په اړه تګلارې ته له هغه مهال راهیسې چې دا ورځ لمانځل کېږي په اتم ځل بیا کتنه وشوه او پر دې ټینګار وشو چې د ترهګرۍ قربانیان په ځانګړې توګه د ترهګرۍ قربانې شوې ښځې چې د ترهګرو لخوا له جنسي ځورونې سره مخامخ شوې او ماشومان لا ډېر لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري.

په دې بیا کتنه کې غړي هېوادونه هڅول شوي چې داسې هر اړخیز پلانونه جوړ کړي چې له مخې یې په لنډې او اوږدې مودې کې د ترهګرۍ د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د غړو لاسنیوي او ملاتړ وشي.