د انګلنډ غوره ليګ؛ مانچېسټر سيټي په پرلپسې څلورم ځل اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د انګلنډ پرېمير يا غوره ليګ کې مانچېسټر سيټي د سږ کال په خپله وروستۍ لوبه کې وېسټهم ته د ۳-۱ ګولونو په مقابل کې په ماتې ورکولو سره په پرلپسې ډول د څلورم ځل لپاره اتلولي وګټله.
تراوسه هېڅ کومه لوبډله نه وه توانېدلی چې څلور ځله په پرلپسې ډول دغه اتلولي په خپل نامه کړي. تر دې وړاندې مانچېسټر يونايټېډ د الېکس فرګوسن په مشرۍ دری ځله په پرلپسې ډول پرېميرليګ ګټلی و.
په سږني پرېمير لیګ کې خورا سختې سيالۍ وشوې چې تر وروستۍ ورځې پورې يې ګټونکې لوبډلې نه وه معلومه. له دې اوونۍ وړاندې مانچېسټر سيټي د ۸۸ په نومرو سره مخکې و ورپسې د لندن ارسنل لوبډله په ۸۶ نومرو په دوهم ځای کې وه.
ارسنال يوازې په هغه صورت کې دغه اتلولي ګټلی شوی چې اورټن ته يې په خپل لوبغالي کې ماته ورکړې وی او مانچېسټر سيټي خپله سيالۍ وېسټهم ته بايللې وی.
خو د تېر کلونو په څېر سږ هم د پېپ ګوارډيولا لوبډلې ښه سيالي وګړه او اتلولي يې وګټله.
دا د اسپانوي روزونکي پېپ ګوراډيولا په مشرۍ د مانچېسټر سيټي شپږمه اتلولي وه. يوازې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال پرېمير ليګ کې د يورګن کلاپ په مشرۍ لېورپول وکولی شوی اتلولي خپله کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
مانچېسټر سيټي د تېر کال ډسمبر کې اسټن وېلا ته تر ماتې وروسته کومه لوبه نه وه بايللې، ۱۹ لوبې يې ګټلې او څلور نورې يې مساوي کړې وې.
تر دې وړاندې يوازې هډزفيلډ، لېورپول او مانچېسټر يونايټېډ په پرلپسې ډول دری ځله د انګلنډ غوره ليګ اتلولي خپله کړې وه.
د پرېمير د دې فصل په ګټلو سره روزونکي پېپ ګوارډيولا هغه ريکارډ چې په ۱۸۸۸ کال کې د انګلنډ غوره ليګ له پيل راهيسې، کومې لوبډلې پرلپسې څلور ځله اتلولي نه وه ګټلې خپل کړ.
مانچېسټر سيټې کولی شي سږ يو بل ریکارډ هم مات کړي هغه په پرلپسې ډول دوه ځله د اېف اې کپ ګټل دي. که چېرې د مې پر ۲۵ مانچېسټر سيټي لوبډله مانچېسټر يونايټېډ ته ماته ورکړي دا به يوازنۍ لوبډله وي چې په پرلپسې ډول دوه ځله د اېف اې کپ ګټي.
په سږني غوره ليګ کې ارسنال په خپله وروستۍ لوبه کې اېورټن ۲-۱ ماته ورکړه او د ۸۹ نومرو په لرلو سره يې دويم ځای خپل کړ. لېورپول لوبډلې درېیم، اسټن وېلا څلورم او ټاټنهم لوبډلې پنځم مقام ترلاسه کړ.
د لوټن ښار، برنلي او شفيليډ يونايټېډ د پای دری لوبډلې شوې چې راتلونکی فصل به د انګلنډ غوره ليګ برخه نه وي او پر ځای به يې دری لوبډلې له چمپينز شېپ سياليو پرېمیر ليګ کې خپل بخت ازمويي.





















