افغانستان او ځينو هېوادونو ته د بشري حقونو څار سازمان سپارښتنه؛ د ښځينه لوبغاړو په جنسي ځورونه کې د ښکېلو دوسیې وڅېړئ

فوټبال

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان په ورزشي برخه کې د ښځو جنسي ځورونې په اړه ملګرو ملتونو ته رپوټ وړاندې کړی

د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې یې د ښځينه ورزش کوونکو پر وړاندې د جنسي تاوتريخوالي او جنسيتي تبعيض په اړه یو رپوټ ملګرو ملتونو ته وړاندې کړی دی.

دغه بنسټ په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دغه هېواده د ښځینه ورزشکارانو د تېښتې، بهر کې پناه اخیستنې او په پټه د ژوند کولو په ګډون په څو هېوادونو کې د سپورټ په برخه کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه یو رپوټ د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته سپارلی چې ملګرو ملتونو ته يې وړاندې کړي.

د افغانستان په اړه په دغه رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو سره زرګونه افغان نجونې او ښځې له منځنيو او لوړو زدکړو او د ورزشي لوبو له حقه بې برخې کړای شوې دي او د هغوی پر مخ یې تعلیمي او ورزشي مرکزونه تړلي دي.

د افغانستان د یو شمېر ملي لوبډلو ځينو ښځينه لوبغاړو د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې له لوبو منع کړای شوې دي او د طالبانو له وېرې په پټه ژوند کوي.

د کرام الدین کریم قضیه هم په رپوټ کې یاده شوې

کرام الدین

د عکس سرچینه، AFP

د بشري حقونو څار سازمان په خپل رپوټ کې په افغانستان کې د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر قضیه هم یاده کړې ده.

دې ادارې ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې د ګارډین له تحقیقي رپوټ وروسته، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د هغه مهال مشر کرام الدین کریم د ښځینه فوټبالرانو پر "جنسي ځورونې" تورن شو او وروسته فیفا هغه د ټول عمر لپاره له فوټبال فدراسيون منع اعلان کړ.

خو د بشري حقونو دغه بنسټ وايي چې د افغانستان د تېر حکومت لویه څارنوالي او امنیتي ادارې څو ځله د هغه د نیولو په هڅه کې پاتې راغلل او دغه کس هېڅکله ونه نیول شو.

د فوټبال نړیوال فدراسیون کرام الدین کریم پر هغه له لګېدلو تورونو وروسته، نوموړی یو میلیون ډالر جریمه کړ او د ټول عمر لپاره یې له فوټبالي فعالیتونو بند کړ.

د افغانستان د مخکېني حکومت لویې څارنوالۍ ښاغلی کریم د جنسي تېري، جنسي ځورونې او له خپلو واکونو د ناوړه استفادې د تورونو له امله لومړی هغه ممنوع الخروج او بیا یې د نیولو امر ور کړ.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون او پخپله ښاغلي کریم دا تورونه په کلکه رد کړي وو.

وروسته کرام الدین کريم خپل پلرني ځای پنجشیر ته وتښتېد چې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅه کړی وه، خو بریالي نه شول.

د طالبانو تر واک لاندې المپيک کمېټې سره مالي مرسته

المپيک

د عکس سرچینه، OIC

د بشري حقونو څار سازمان وايي چې په خپل دغه رپوټ کې یې ځينې سپارښتنې کړې دي چې باید هېوادونه په سپورتي برخه کې له ښځو سره د ادعا شوو ځورونو او تورونو بشپړ تحقیق او پلټنه وکړي او سمدستي یې د قضايي څېړنو دوسیې بېرته پرانیستل شي.

په دغه رپوټ کې د سپورټ برخې نړیوالو سازمانونو او بنسټونو ته هم سپارښتنه شوې چې د انضباطي بندیزونو لګولو په ګډون دې د جنسي ځورنې په قضیو کې ښکېل چارواکي د ټول عمر لپاره له ورزشي فعالیتونو بې برخې کړل شي.

دغه سازمان همدا راز ویلي چې د المپيک نړيوالې کمېټې یا (IOC) په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د المپيک ملي کمېټې سره مالي مرسته کړې ده.

د دې کمېټې پر وېبپاڼه لیکل شوي چې د طالبانو حکومت ورزشي پلاوي په دوحه کې د المپيک نړيوالې کمېټې له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د المپيک منشور ته په "بشپړ ډول" ژمن دي.

د یادولو ده چې د المپیک نړيوالې کمېټې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال چې ښځې يې په ورزشي برخه کې له سیالیو منع کړې وې، د ۱۹۹۹ کال له اکتوبر میاشې تر ۲۰۰۳ کاله په افغانستان کې ورزشي فعالیتونه ځنډولي وو.