د طالبانو حکومت د ښځو کالیو پلورونکو ته سپارښتنه کړې چې د نانځکو مخونه پټ کړي

ګوډۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

"یوه واده ته بلل شوې وو، د تیاري په موخه موږ څو نجونې ښار ته لاړو، غوښتل مو افغاني جامې واخلو. مارکيټ ته چې وختلو نو ومو لیدل چې ټولو نانځکو ته یې خولۍ او ټيکري ورپه سر کړي دي"

دا د کابل مېشتې لیلما خبرې دي. نوم یې د خوندیتوب لپاره مستعار کارول شوی.  

لیلما له بي بي‌ سي سره خبرو کې وویل چې دې صحنې سودا کول ترې هېر کړل او "بله سودا" یې ورواچوله.

دا دغه پرېکړه له "ښځينه ذات" سره د طالبانو "ضد" بولي او زیاتوي، "له حیرانۍ ځای پر ځای مېخ شوم،‌ له ځانه سره مې وویل چې دوی ولې موږ نجونو سره دومره ضد کوي؟ دوی خپله له چا پیدا دي؟"

"نانځکې خو مړې دي"

پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې طالبانو په دغه هېواد کې د عام ژوند، زدکړو او کار په برخه کې پر نجونو او ښځو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي او د نانځکو په اړه دا سپارښتنه هم نوې خبره نه ده.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې دا محدودیتونه "لنډمهاله"، د "بې حجابۍ" د مخنیوي او ښځو ته له "اسلامي احکامو او شریعت" سره سم د "مناسب چاپېریال" رامنځ ته کولو په تکل کوي خو د لیلما په څېر ګڼې افغان پېغلې يې د ښځو پر وړاندې پرله پسې بندیزونو لارورکې کړې دي.

حجاب

د عکس سرچینه، Getty Images

دا وايي، "دا دوی چې وايي په نجونو ځکه حجاب کوو چې [بې حجابي] شهوت پاروي، نو نانځکې خو مړې دي، مړو ته هم شهوت پارېږي؟"

لیلما زیاتوي، "نورو نجونو سودا وکړله خو زه د دوی ذهنیتونو ته فکر وړې ناسته وم"

د یادولو ده چې د نورې نړۍ غوندې په افغانستان کې هم کالي پلورونکي د جامو د ښه نمایش لپاره د ښځو او نارینه و کالي دې نانځکو یا ګوډیو ته وراغوندي. هغه ګوډۍ چې مجسمو ته ورته تنې لري. 

که څه هم نارینه نانځک تر ډېره پر خپل حال پاتې دي خو طالبان په ټوله کې دا ډول مجسمې "له بنیادمانو سره د مشابهت" له کبله نه زغمي.

واک ته د طالبانو د رسېدو په لومړیو ورځو کې هم داسې ګڼ دوکانداران ولیدل شول چې خپلو هټیو کې له شته نانځکو یې سرونه اره کړل او پر لیک دړو رسم شویو ښځينه عکسونو باندې یې رنګونه وموښل.

د امر بالمعروف وزارت: هو، هټیوالو ته دا عامه توصیه شوې 

ګوډۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نارینه نانځک تر ډېره پر خپل حال پاتې دي خو د ښځينه نانځکو یا مخونه پټ کړای شوي او یا اره شوي دي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم بي بي سي پښتو پاڼې ته دا ومنله چې هټیوالو ته د یوې "عامې توصیې" په ترڅ کې دغه سپارښتنه شوې.  

د دغه وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر وویل چې دا "توصیه د دغه وزارت محتسبینو کړې او په خپله دوکاندارانو دغه اقدام کړی دی"

دوکاندارانو د دغو نانځکو سرونو ته کڅوړې وراغوستي،  یا یې له مخونه پلاستیکونه ورتاو کړي او یا یې سرونه ترې غوڅ او بې سره درولې دي. 

پر افغان مېرمنو او نجونو د پرله پسې محدودیتونو لګولو له کبله د طالبانو حکومت د نړیوالو له فشار سره مخ دی. تازه د ملګرو ملتونو مرستیالې امینه محمد د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ترې غوښتي چې د کار او زدکړو په برخه کې پر ښځو او نجونو لګول شویو بندیزونو ته بیا کتنه وکړي. 

هغه غوښتنه چې د نړۍ بېلابېل مشران او بنسټونه یې د طالبانو له حکومته کوي خو دوی لا چا ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او نه یې هم دغه محدودیتونه نرم کړي دي.