بریتانیا کې لور ته د مور پښتورګی پیوند شو، بدن یې رد نه کړ

ادیتي

د عکس سرچینه، PA MEDIA

د عکس تشریح، ادیتي د پردي غړي پیوندولو لپاره هېڅ ډول درمل نه خوري او نوی پښتورګی یې په ښه توګه کار کوي
د خپرېدو وخت

اته کلنه ادیتي شنکر په بریتانیا کې لومړنۍ ماشومه ده چې د پښتورګو یو ځانګړي ډول ټرانسپلانټ یا غړي پیوند ورته وشو او اوس اوږدې مودې درملو اخیستو ته اړتیا نه لري چې د هغې بدن د زرع شوي غړي ردولو مخه ونیسي.

د "ګریټ اورمونډ سټریټ" روغتون ډاکټران وايي، چې دا لاسته راوړنه د نوي پښتورګي له ورکولو وړاندې د هغې د معافیت سیستم بیا تنظیمولو سره ترلاسه شوې.

ددې کار لپاره، دوی د هغې د مور د هډوکي نخاع (میرو) سټیم حجرې کارولې دي. مور یې خپلې لور ته پښتورګی هم ورکړی دی.

دا په دې معنا ده چې د ادیتي بدن نوی غړی کټ مټ داسې ومانه لکه د خپل بدن غړی یې چې وي.

د ترانسپلانټ یا غړي پیوندولو په څو اونیو کې، ادیتي د درملو اخستل بند کړل چې د معافیت سیستم یې کمزوری کاوه، هغه اوږدمهاله جانبي عوارض له منځه ولاړل چې ددغو قوي درملو له کبله وو او معمولا باید ورځ‌ کې یو ځل یې درمل خوړلي وای،‌ چې د بدن له لوري یې د نوي غړي د ردولو مخه نیولې وای.

اوس ادیتي بېرته ښوونځي ته ستنه شوې ده او د معافیت سیستم او لګول شوی پښتورګی یې په عادي ډول فعالیت کوي.

ادیتي او مور یې

د عکس سرچینه، PA MEDIA

د عکس تشریح، ادیتي له خپلې مور او پلار سره

ادیتي په یوه خورا نادره میراثي ناروغۍ اخته ده چې د اټومیمون سکلیټل ډیسپلاسیا په نوم یادېږي، چې د هغې د معافیت سیستم ورسره کمزوری کېږي او د پښتورګو د ناکامۍ لامل یې ګرځي.

د ګریټ اورمونډ‌ سټریټ روغتون متخصصانو له نړیوالو همکارانو سره د نورو هغو ماشومانو د غړو پیوندولو ځانګړو عملیاتو د طریقې په اړه خبرې وکړې چې اتومیمون سلیټل ډیسپلاسیا یې درلوده.

په پیل کې، د ادیتي له مور دیویا څخه د هډوکي نخاع د سټیم حجرو په کارولو پیوند کړل شو چې د ادیتي د معافیت سیستم ور سره بېرته عادي حالت ته ستون شي.

شپږ میاشتې وروسته، هغه د پښتورګي لګولو عملیاتو ته چمتو شوه- پښتورګی خپلې مور ورکړی و، چې له نېکه مرغه د معافیت سیستم یې دغه غړی ومانه.

مور یې دیویا بي ای میډیا ته وویل: "ډېره زیاته خوشحاله وم چې د وینې ژونکې او پښتورګی ورکړم. د ستر ویاړ احساس کوم."

ادیتي وویل چې د عملیاتو لپاره "ځانګړی خوب" پرې ورغلی و او اوس هغه روغه ده، وايي دا ډېر عالي کار و. دا زیاتوي "زه لامبو ته تللی شم".

پروفیسر سټیفن مارکس

د عکس سرچینه، PA MEDIA

د عکس تشریح، پروفیسر سټیفن مارکس په ګریټ اورمونډ سټریټ روغتون کې د پښتورګي د پیوندولو پروګرام مشري کوله

په "ګریټ اورموند سټریټ" روغتون کې د ماشومانو د پښتورګو د ناروغۍ متخصص پروفیسر سټیفن مارکس وايي ښکاري چې د ادیتي درملنه بریالۍ وه.

دی وايي: "دا په بریتانیا کې لومړنۍ ناروغه ده چې د پښتورګي زرع کولو یا پیوندولو عملیات کوي او له جراحۍ وروسته د معافیت ضد درملو ته اړتیا نه لري."

هغه زیاتوي: "له عملیاتو یوه میاشت وروسته،‌ موږ کولی شو چې هغې ته د معافیت ځنډولو درمل خوړل بند کړو، په دې معنا چې هغې ته درمل هېڅ جانبي عوارض نه لري.

هغه په پای کې وویل: "دا یو ښه احساس دی چې ته یوه اته کلنه فعاله نجلۍ ګورې بېرته ښوونځي ته ستنه شوې ده او د ښه ژوندانه توان لري."

پروفیسر مارکس به راتلونکې اونۍ د اروپايي ټولنې د ماشومانو د نفرولوژي کانګرس کې ددغه کار جزییات وړاندې کړي.

او (د ماشومانو د غړو پیوندولو) مجله کې به د پایلې جزییات په یوه مقاله کې خپاره شي.