هغه سړی مړ شو چې په جنیټیک ډول د خنزیر بدل شوی زړه یې بدن کې پیوند شوی و

د عکس سرچینه، University of Maryland School of Medicine
په نړۍ کې هغه لومړنی سړی مړ شوی، چې په جنیټیکي ډول د خنزیز بدل شوی زړه یې په بدن کې پیوند شوی و. ډېوډ بینیت په امریکا متحدو ایالتونو کې د زړه بدلون له جراحي عملیاتو وروسته دوې میاشتې ژوند وکړ.
په بالتیمور ایالت کې ډاکتران وايي، څو ورځې مخکې د نوموړي روغتیايي وضعیت په خرابېدو شو او د مارچ پر اتمه ورځ یې ساه ورکړه.
ښاغلي بینیت ته له دې جراحي عملیاتو سره تړلی احتمالی خطر معلوم و، چې له عملیاتو مخکې ''په تیاره کې یو ګوزار بلل '' شوی و.
د میريلنډ روغیتايی مرکز پوهنتون ډاکترانو ته د امریکا طبي چارو همغږې کوونکې ادارې لخوا د دې عملیاتو اجازه ځکه ورکړل شوې وه، چې ښاغلي بینیت ته انساني زړه نه شوای پیوند کېدای او له همدې کبله یې د مړینې خطر و.
نوموړی ان له عملیاتو مخکې شپږ اونۍ بستري او پر یوه داسې ماشین تکیه و، چې دی یې ژوندی ساتلی و.
د جنورۍ پر ۷ مه د ښاغلي بینیت عملیات وشول او د ډاکترانو په وینا له هغه وروسته اونیو موده کې یې له کورنۍ سره خبرې وکړې، کور ته د تلو او خپل لکي نومي سپي لیدو هیله یې څرګنده کړه.
د روغتون په یوه یوه اعلامیه کې د جراح ډاکتر بارټلې ګریفیت له قوله چې د ښاغلي بینیت عملیات یې کړي وو، ویل شوي: ''هغه ثابته کړه، چې یو زړور او وتلی ناروغ و، چې تر پایه یې مقاومت وکړ. ''
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې بیا د ښاغلي بینیت د زوی ډېوډ جونیر له قوله ویل شوي، چې هیله من دی د پلار جراحي عملیات به یې ''د یوه ارمان رژېدو پر ځای پیلامه ثابته شي. ''
مخکې ډاکتر ګریفیت ویلي و، دا چاره به ''نړۍ د بدن غړو کموالي ستونځې حل ته یو ګام نوره نژدې کړې. ''
د یادونې ده، چې امریکا کې نژدې ۱۰۰ زره کسان د ورته جراحي عملیاتو انتظار کوي او هره ورځ د همدې انتظار ترڅ کې ۱۷ کسان ژوند بایلي.
انسان ته د حیواني غړو پیوندولو موضوع داسې څه دي چې د ایکسنو ټرانسپلانټېشن نوم ورکړل شوی او له اوږدې مودې راهیسې پرې غور کېږي.
د ۲۰۲۱ کال اکتوبر کې امریکايي روغتیا پالانو په نیویارک کې وویل، یوه کس ته یې په بریالیتوب سره د خنزیز پښتورګی پیوند کړی دی.
که څه هم هغه وخت ناورغ کس ذهناً مړ شو، خو دا د خپل وخت له حسابه بریالۍ تجربه وبلل شوه.


















