د ملګرو ملتونو سرمنشي: په غزه کې زمونږ د کارکوونکو وژل د منلو نه دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو برید کې د ملګرو ملتونو ۶ کارکوونکو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي پرې سخت غبرګون ښودلی دی.

له دغې بمبارۍ وروسته چې د رپوټونو پر بنسټ ټول قربانیان يې ولسي وګړي دي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، غزه کې د دوی کارکوونکو د وژلو په اړه بې ځوابه پاتې کېدل "په بشپړ ډول د نه منلو" وړ عمل دی.

ښاغلي ګوترېش پرون له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې همدا راز ویلي چې تېر کال "له سختیو او کړاونو ډک" و.

د ملګرو متلونو سرمنشي په غزه د اسرائیلو بریدونو په اړه چې د رپوټونو پر بنسټ تر اوسه پکې ۴۱ زره فلسطېنیان وژل شوي دي وویل " په دغې جګړه کې د نړیوالو بشري قوانینو څخه سخته سرغړونه کېږي او ولسي وګړي خوندي نه دي."

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ پر بنسټ دغې جګړه کې له درې سووو ډېر کمک رسوونکي وژل شوي چې په دریو کې دوه برخې یې د ملګرو ملتونو کارکوونکي وو.

ملګري ملتونو ویلي په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو وروستیو بریدونو کې د دوی لږ تر لږه ۶ کارکوونکي په نښه شوي دي.

رپوټونه وایي 'اسرائیلو ښوونځی بمبار کړی'

فلسطیني‌ کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي،‌ مرکزي غزه کې د دوی پر یوه اړوند ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې یې ۶ کارکوونکي وژل شوي‌ دي.

یونراوا دا د تېر کال د اکتوبر ۷مه د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې خپلو کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه بللې ده.

تر دې مخکې په غزه کې روغتیايي چارواکو او د حماس تر کنټرول لاندې د مدني دفاع اژانس ویلي وو، اسرائيلي ځواکونو د دې تراړې مرکز کې د ملګرو ملتونو پر یوه اړوند ښوونځي چې اوس پکې بې ځایه شوې کورنۍ مېشتې دي، هوايي برید کړی دی.

دوی په دغه برید کې د لږترلږه ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د مدني دفاع ډلې ویلي، په قربانیانو کې د دوی د یوه ژغورندویه کارکونکي د لور په ګډون څو ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو د اسرائیل پوځ بیا وايي، پر "هغو ترهګرو یې دقیق ګوزار" کړی چې د کډوالو په نصیرات پنډغالي کې د 'الجاعوني ښوونځي' له دننه به یې بریدونه پلانول.

دوی زیاته کړې چې په دغه برید کې یې ملکيانو ته د زیان اوښتلو مخنیوي لپاره هم اقدام پام کې نیولي وو.

ملګرو ملتونو دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تېرو ۱۱ میاشتو کې پر دغه ښوونځي پنځم برید دی.

جولای کې هم پر همدغه ښوونځي یوه برید کې د ۱۶ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړ شوی و.

هغه مهال د اسرائیل پوځ ویلي وو چې د حماس وسله والو څو تاسیسات یې په نښه کړي دي.

حماس چې اسرائیل، بریتانیا او څو نور هېوادونه یې ترهګریز سازمان ګڼي، دا نه مني چې وسله وال دې یې ښوونځي او نور ملکي تاسیسات د پوځي اهدافو لپاره کاروي.

خو د اسرائیل دفاعي ځواکونو "ای‌ډي‌اېف" تر دغه تازه برید وروسته په خپره کې اعلامیه کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې "دا د حماس ترهګر سازمان لخوا له نړیوال قانونه په سرغړونې له ملکي زیربناوو د سیستماتیکې ناوړه ګټه اخیستنې یوه بله بېلګه ده."

پر خواله رسنیو یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې سلګونه کسان د چارشنبې ورځې له دغه برید وروسته د الجاعوني ښوونځي د یوې څانګې د ځمکني پوړ ویجاړه شوې برخه لټوي.

په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي چې امبولانسونه په دېرالبلاح ښار کې الاقصاء روغتون ته ژوبل شوي سړي، ښځې او ماشومان راوړي چې ویل کېږي په همدغه برید کې ټپي شوي‌ دي.‌

په نصیرات پنډغالي کې د العوده روغتون سرچینو اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته ویلي چې نهه وژل شوي دوی او شپږ نور لاقصاء روغتون ته وړل شوي دي.

اسوشیټډ پرېس بیا د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، ۱۰ مړي العوده او څلور الاقصاء روغتون ته لېږدول شوي او دا چې یوه ښځه او دوه ماشومان هم پکې دي.

غزه کې د حماس اړوندو رسنیو ویلي، د برید پر مهال دغه ښوونځي کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو پناه اخیستې وه.

دوی اسرائیل په "وحشیانه ټول وژنه" تورن کړي دي.

فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، د غزې جګړې له پیل راهیسې په دې تراړه کې د دوی ۷۰ سلنه ښوونځي په نښه شوي دي.

د دې ادارې چارواکو ویلي، د دوی پر اړوندو ښوونځیو بریدونو کې چې اوس د جګړې له کبله بې ځایه شويو خلکو پکې پناه اخیستې، لږترلږه ۵۶۳ کسان وژل شوي او ۱۷۹۰ نور ټپي شوي‌ دي.‌

اسرائیلو غزه کې د حماس لمنځه وړلو په هدف پوځي عملیات تر هغې وروسته پیل کړل چې دې ډلې د تېر کال د اکتوبر ۷مه د اسرائیل پر سویل برید وکړ.

دغه برید کې نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او وسله والو ۲۵۰ تنه نور د یرغملو په توګه له ځان سره غزې ته یوړل.

د حماس اړوند روغتیا وزارت په وینا، غزه کې بیا د اسرائیلي ځواکونو په روانو پوځي عملیاتو کې تر دې دمه له ۴۱ زره ۸۰ ډېر کسان وژل شوي‌ دي.