تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې ۱۱ میاشتې پوره شوې
ملګرو ملتونو او امريکا لوېديځه غاړه کې د يوې امريکايۍ- ترکۍ ښځې د وژنې په اړه د بشپړۍ پلټنې غوښتنه کړې، لوېديځه غاړه کې د وروستيو پېښو په اړه خبرېږو.
عيني شاعدانو او فلسطينيو چارواکو ويلي اسرائيليو ځواکونو يوه ترکۍ-امريکايۍ ښځه داسې حال کې په سر ويشتلې او وژلې چې له نابلس سره نژدې بیتا ښارګوټي کې یې د يهودي مېشتځايونو پراخولو پر وړاندې اونيز احتجاج کې ګډون کاوه. دا ايسينور اېزګي ايګي نومېده، چې لګېدو سره سملاسي يوه روغتون ته يوړل شوه، خو وروسته له خپلو ټپونو مړه شوه.
غزه کې د حماس تر ادارې لاندې روغتيا وزارت ويلي، تېرو دوو ورځو کې د اسرائيلو ګوزارونو کې ۶۱ فلسطينيان وژل شوي او له ۱۶۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. همدا نن پر اسرائيلو د حماس بريدونو ۱۱ میاشتې پوره شوې.