حماس وايي پر اسرئيلو يې توغندی توغولی او د اوربند لپاره يې د اسرائيلو شرطونه رد کړي

توغندي بريد

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

حماس وايي پر اسرائيلو يې يو توغندی توغولی دی خو د اسرائیلو پوځ بيا وايي دغه توغندی د تل ابيب په جنوب کې په ازاده سيمه کې لګېدلی دی.

د حماسي پوځي څانګې ويلي، د تل ابيب پر لور يې د "اېم ۹۰" توغندی "د اسرائيلو له خوا د ملکي وګړو د وژنی په ځواب کې توغولی" دی.

د توغندي دغه بريد په داسې حال کې شوی چې حماس وايي د اوربند خبرو لپاره يې د اسرائيلو له خوا وړاندې شوي شرطونه رد کړي دي.

څو ورځې وړاندې د مصر پلازمېنه قاهره کې د خبرو اترو وروستی پړاو ترسره شو، حماس هم خپل استازي ور لېږلي وو. د حماس يوه چارواکي ويلي، د دوی استازو د مصر او قطر له منځګړو سره تر خبرو او د مذاکراتو د وروستيو پايلو له خبرېدو وروسته له قاهرې وتلي دي.

اسرائيل وايي، غوښتنې يې نه دي بدلې شوې خو حماس بیا پر اسرائيلو تور پورې کوي چې د غزې او مصر تر منځ له سيمې د خپلو سرتېرو د ايستلو په اړه له خپلې کړې ژمنې سرغړونه کوي.

حماس دا هم وايي اسرائيلو نوې غوښتنې کړې چې په وينا يې په هغو کې له هر اړخيز اوربند وروسته د غزې شمال کې د فلسطيني کډوالو د بېرته ستنېدو څارنه هم شامله ده.

د حزب الله او اسرائيلو يو پر بل بريدونه او د سترې جګړې وېره

بريد

د عکس سرچینه، Getty Images

د يکشنبې ماښام له غزې تراړې د تل ابيب پر لور د توغنديو د توغېدو خبرونه په داسې حال کې خپاره شول چې له دې لږ وړاندې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، چې په اسرائيلو کې يې د پوځ پر يوه استخباراتي اډه بريد کړی دی.

د رويټرز خبري اژانس له مخې نوموړي ادعا کړې چې حزب الله ډله توانېدلی خپل بريدونه له پلان سره سم ترسره کړي او په وينا يې ټول توغندي د اسرائيلو فضا ته ننوتلي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی که پايلې کافي نه وې دوی ښايي بيا غبرګون وښيي.

د لبنان لومړي وزير چې حکومت يې پر حزب الله ډله ډېر لږ اغېز لري ويلي، "د لبنان له ملګرو سره يې يو لړ اړيکې نيولې تر څو د تاوتریخوالي د زياتېدو مخنيوی وشي."

تر دې څرګندونو وړاندې د اسرائیلو پوځ ویلي وو چې په لبنان کې د حزب الله د بریدونو د مخنیوي په پار يې د لبنان په جنوب کې د دغه ډلې اړوند ۴۰ اهداف په نښه کړي دي.

په همدې حال، د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې حزب الله "له لبنان څخه د اسرائیلو پر لور له ۱۵۰ ډېر توغندي توغولي دي."

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري له دې وړاندې ویلي وو، وروسته له دې چې پوه شول چې د لبنان حزب الله د توغندیو او ډرون برید لپاره چمتووالی نیسي، "اسرائيلو د ځان د دفاع او د ګواښ د له منځه وړلو په موخه، په دغه هېواد کې د دې ترهګریز سازمان اړوند اهداف په نښه کړل."

امریکايي خبري ویبپاڼې اکسیوس هم راپور ورکړی چې د اسرائیلو او امریکا استخباراتي ادارو معلومات ترلاسه کړي وو چې د لبنان حزب الله ډله پر اسرائیلو د توغندیو برید ته تیاری نیسي.

د بي بي سي خبریال وايي، د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت د احتیاطي تدابیرو په توګه په دغه هېواد کې د ۴۸ ساعتونو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی.