غزه کې د وژل شویو شمېر تر ۴۰ زرو واوښت

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د حماس په مشرۍ د روغتیا وزارت وايي، د تېر اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله تر ۴۰ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
دا شمېر د پنجشنبې په ورځ ۴۰ زره او پنځو تنو ته لوړ شو، چې په جګړې کې انسانانو ته د سر زیان خورا درنه بیه ښکاروي.
د انساني تلفاتو ترڅنګ، له سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې نژدې ۶۰ سلنه ودانۍ زیانمنې یا بشپړې ویجاړ شوې دي.
انځورونه ښيي په تېرو څو میاشتو کې د غزې په سوېل کې د رفح ښار ته تر ټولو ډېر زیان رسېدلی دی. د حماس روغتیا وزارت د وژل شویو کسانو شمېر کې د ملکي وګړو او وسله والو ترمنځ توپیر نه کوي.
خو تایید شوي رپوټونه وايي، د تلفاتو ستره برخه ماشومانو، مېرمنو او یا هم د لوړ عمر خلکو ته اوښتي.
په روانه میاشت کې د اسرائیلو پوځ بي بي سي ته ویلي و، "جګړې په ترڅ کې تر ۱۵۰۰۰ ډېر ترهګر وژل شوي دي."
اسرائیل غزې ته په خپلواکه توګه د بي بي سي په ګډون د نړیوالو خبریالانو د ننوتلو مخه نیسي، چې له همدې امله د شمېره کره والی نه شي تاییدولی.
په تېر کې د غزې د روغتیا وزارت شمېرې په پراخه کچه د جګړو په وخت کې کارول شوې او د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو لخوا د باور وړ ګڼل کېږي.
یو شمېر کارپوهانو ویلي، په غزه کې د جګړې په مستقیمه پایله کې د وژل شویو کسانو ریښتینی شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. د سیمه ییزو چارواکو په وینا د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې شاوخوا لس زره جسدونه پاتې دي.
د سپوږمکۍ عکسونه ښیې چې یو ځای چې د فلاډیلفيا دهلېز په نوم یادېږي او د مصر له پولې سره نژدې دی پاک شوی دی.
د بي بي سي تایید شويو انځورونو په څو سیمو کې د اسرائیلو پوځي وسایط وښودل چې د دهلېز په اوږدو کې د ودانیو پاکول ترسره شوي.
په ځمکنيو انځورونو کې، چې د اسرائیلي سرتېرو لخوا اخیستل شوي هم ښودل شوي، چې وروسته په سیمه کې د څار برج پکې جوړ شوی دی.
عملیاتو کې د رفح مهمې نښې هم ویجاړې شوي چې پکې د پولې نښه، څو لوی جوماتونه او د ښار مهم بازار هم شامل دی.
د می پر ۷مه، د بي بي سي لخوا تایید شوي ویډیوګانو کې ښودل شوي چې اسرائیلي ټانکونه د رفح پر پوله د "غزې ته ښه راغلاست" نښه ماتوي.
جګړه هغه مهال پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس په زرګونو وسله والو د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ. د اسرائیلو د شمېرو له مخې په هغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.


















