عبدالغني برادر: باید "د مرمۍ ځواب په میزایل ورکړو"

د عکس سرچینه، MOD
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له بریتانوي امپراتورۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶ کلیزې په مناسبت ویلي چې اړ دي، عصري زدکړو او ټېکنالوژۍ ته مخه کړي.
هغه دا نه ده روښانه کړې چې د دوی حکومت د دې کار لپاره څه ډول نوې تګلارې لري خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان د "خپلواکۍ د ساتنې لپاره" عصري وسایل په کار دي "چې دوښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ ځواب په میزایل ورکړو."
ملا برادر که څه هم د عصري زدکړو خبره وکړه خو د نجونو پر زدکړو او د تړلو ښوونځيو پر بېرته خلاصون یې څه و نه ویل. هغه څه چې واک ته له رسېدو راهیسې یې حکومت وايي چې "شرایط نه دي ورته برابر" او له همدې امله په کور دننه او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دی.
طالب مشرانو په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د دیني مدرسو جوړولو ته پام ډېر کړی او ګوتنیوونکي یې وايي چې د عصري زدکړو کیفیت په ټولیز ډول له پامه غورځېدلی دی.
ښاغلي برادر دا څرګندونې د خپلواکۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته نن سېشنبه سهار (اګست ۱۹ / زمری ۲۸) وکړې.
ښاغلي برادر د امریکا او ناټو "ماتولو" ته په اشارې سره وویل چې اوس افغانستان او د خلکو "ناموس خوندي" دی او "ولس اسیر نه دی" خو په وینا یې، "ټول افغانان باید د ټولو دیني او ولسي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو موټی شو او پرې نږدو چې خدای مه کړه دا سپېڅلی نظام د بې اتقاقۍ او تنګ نظرۍ ښکار شي."
خو ښاغلي برادر د "بې اتفاقۍ او تنګ نظرۍ" دا وېره روښانه نه کړه.
هغه که څه هم په ځانګړي ډول د کوم هېواد یا شخص نوم وانخیست خو پر بهر مېشتو افغانانو یې غږ وکړ چې خپل هېواد ته ور ستانه شي او د ده په ټکو "د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب" لاس واخلي.
ملا برادر وویل، "د نړۍ پر ټولو هغو هېوادونو چې دې خاورې ته بد نیتونه لري، هم غږ کوم چې موږ هر څه څارو او په اړه یې خپلې محاسبې لرو" او په وینا یې، "د لاسوهنې او د تقابل پر ځای د اصولو په چوکاټ کې راسره هر اړخیز سیاسي او اقتصادي تعامل ته لار هواره کړئ."
څوک دې د افغانستان لپاره "چپه خوبونه نه ویني"

د عکس سرچینه، RTA
دا غونډه د دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په ګډون پکې د طالبانو حکومت نورو لوړپوړو چارواکو هم ویناوې وکړې.
ښاغلي متقي هم وویل چې حکومت یې له ګاونډيو هېوادونو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د کوم هېواد د نوم له یادولو پرته یې ویلي چې څوک دې د افغانستان لپاره "چپه خوبونه" نه ویني او په یو ځای بل ځای غونډو کولو سره دې د دوی د حکومت پر لور "کاڼي" نه ور ولي.
داسې برېښي چې اشاره یې خپل ګاونډي پاکستان ته وه. هلته د اګسټ پر ۲۵ او ۲۶ نېټه د طالبانو د ځينو مخالفانو او د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د پارلمان یو شمېر وکیلانو، سیاسیونو او د بشر او ښځو حقونو د یو شمېر فعالانو غونډه کېدونکې ده.
دا غونډه په اسلام اباد کې د "سویلي اسیا د ستراتيژيک ثبات انسټېټيوټ" وربللې او ویلي یې دي چې هدف یې د "افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر سولې" بحث دی.
پر دې غونډې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم نیوکه کړې او دا یې د پاکستان له لوري یو "غیر عقلاني او قصدي پاروونکی عمل" بللی دی.
هغه ویلي چې په ګډونوالو کې یې ځينې داسې کسان هم دي چې په تاوتریخوالي سره په افغانستان کې د اوسنیو چارواکو د لرې کولو ملاتړي دي.

د عکس سرچینه، MOD
د طالبانو حکومت د دفاع وزیر هم د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶ کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم بل چا ته د داسې کولو "اجازه" ورکوي.
محمد یعقوب مجاهد وویل، "د سیمې هېوادونو ته، ګاونډيو هېوادونه ته، د نړۍ لویو قدرتونو ته ټولو ته دا پیغام ورکوو او په زغرده وایو چې د افغانستان په حق کې که له چا سره بده اراده وي، تر هغې ارادې تېر شئ. افغانستان ستاسې په حق کې بده اراده نه لري. له ټولو سره ښه راشه درشه، ښه تجارت او ښې ډېپلوماتیکې او سیاسي اړیکې غواړي."
ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې یې د کوم چا له مشخصولو پرته وویل چې، "د هېچا د امنیت خرابولو او د هېچا د ملت د وژلو اراده نه لرو" او که څوک ګمان کوي چې د دوی خیر د "اوسني نظام او حکومت په کمزوري کولو کې دی نو دا فکر یې غلط دی" او په وینا یې، "خپل فکر دې ترمیم کړي او په قوي او سوکاله افغانستان کې دې خپلې ګټې وګوري."
د مولوي یعقوب د دې څرګندونو اشاره ښکاري چې پاکستان ته ده چې په بیا بیا یې هلته د ناامنۍ پړه د دوی پر حکومت اچولې ده خو د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې.
"د امریکا، روسیې او چین تر منځ د هېڅ ټلوالې برخه نه یو"
پر کابل د طالبانو د بیا واکمنېدو څلور کلونه پوره کېږي. په دې موده کې یوازې روسیه هغه هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. له همدې کبله داسې انګېرل کېږي چې له طالبانو سره د روسیې اړیکې ژورې شوې دي او ښايي دا یې د روسیې له مهم سیال امریکا سره پر روابطو اغېز وکړي.
خو د طالبانو حکومت د دفاع وزیر وايي چې د حکومت "سیاست" یې دا دی چې له "هېڅ ټلوالې سره نه غواړي لاس یو کړي چې د بلې ټلوالې په ټکولو کې ترې کار واخیستل شي."

د عکس سرچینه، RTA
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې له ټولو سره "د خپلو ملي او اسلامي منافعو په چوکاټ کې ښه او حسنه روابط" ساتل غواړي او په وینا یې، "نه دې روسان او چینایان دا فکر کوي چې افغانستان به د امریکا په اشاره زموږ په خلاف یو څه وکړي او یا به دا خاوره زموږ په مقابل کې زموږ په زیان استعمال شي. نه دې روس او چین دا فکر کوي چې دلته به امریکایان له دې خاورې څخه استفاده کوي. نه دې امریکایان دا فکر کوي چې روسان او چینایان به افغانستان ته راځي او دا خاوره به زموږ په ضرر استعمالوي."
مولوي مجاهد پر دغو هېوادونو غږ وکړ چې "له یوه بل سره مقابله دې د بندونو، سړکونو، فابریکو او د برېښنا" په جوړولو وکړي.
د غونډې ځينو ګډونوالو ویناولو د افغانستان پر پخواني پاچا شاه امان الله خان نیوکه وکړه چې ګواکې له انګرېزانو تر خپلواکۍ ګټلو وروسته یې د افغانستان "اسلامي او کلتوري ارزښتونو ته احترام و نه کړ" او دغه هېواد یې بېرته له "ناورین" سره مخ کړ.
خو د امان الله خان پلویان بیا وايي چې هغه د وخت له "معیارونو" سره سم د "عصري افغانستان" جوړولو هڅه کوله.
ځينو ویناوالو همدا راز د شورویانو په مقابل کې جګړه کوونکو مخکښو قومندانانو ته هم د انتقاد ګوته ونیوه چې په خپل منځي جګړو سره "جنګسالاران" شول او افغانستان یې کورنیو جګړو ته ورټېل واهه.
دوی وویل چې ګواکې له هغو پېښو "درس اخیستل" په کار دی چې بیا هغسې څه تکرار نه شي.
د طالب مشرانو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په خپله پر طالبانو هم نیوکه کېږي چې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال یې د سپتمبر ۱۱ په پېښه کې د تورن اسامه بن لادن په کوربهتوب او امریکا ته د هغه له نه سپارلو سره پر افغانستان د امریکا یرغل ته لار برابره کړه او په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام د نسکورېدو تر شېبې یې د وخت حکومت پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړ.
اوس چې بیا واک ته رسېدلي، د ځينو په باور واک یې انحصار کړی او د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي چې په دې توګه یې حکومتولي د نړیوالو له نیوکو سره مخ ده او له روسیې پرته یې څوک په رسمیت پېژندنې ته لا نه دي را وړاندې شوي او افغانستان یې په یوه ډول انزوا کې ساتلی دی.





















