د اوکرایین دفاع وزیر: روسیې ۵۰۰ زره ځواکونه راټول کړي، بل ستر برید ته چمتووالی کوي

Ukraine

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د اوکرایین دفاع وزیر اولېکسي رېزنیکوف وايي روسیه اوکرایین کې یوه بل ستر برید ته پر چمتووالي بوخته ده‌.

هغه خبرداری ورکړی چې دا برید ښايي پر اوکرایین د روسیې یرغل د یوه کال د پوره کېدو پر ورځ (د فبرورۍ پر ۲۴مه) پیل شي.

دا ستر احتمالي برید د 'پلرني هېواد د مدافع' له ورځ سره هم سمون درلودی شي، چې روسیه کې هر کال د فبرورۍ پر ۲۳مه د پوځ ستایلو لپاره نمانځل کېږي.‌

د ښاغلي رېزنیکوف په وینا مسکو دغه برید لپاره شاخوا ۵۰۰ زره ځواکونه راټول کېږي‌.‌

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپتمبر کې د جبري پوځي خدمت له لارې د یوه ۳۰۰ زره کسیز ځواک د راټولېدو اعلان وکړ.

هغه وویل دا ګام د هېواد د 'ځمکنۍ بشپړتیا' تضمین لپاره اړین دی.

خو اوس د اوکرایین دفاع وزیر وايي‌ د دغه امر له مخې پوځ کې د ګومارل شویو او اوکرایین ته د استول شویو روسانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

هغه فرانسوۍ 'بي اېف اېم' شبکې ته ویلي "دوی رسمآ د ‌ ۳۰۰ زرو اعلان وکړ خو کله چې پر پوله ځواکونو ته ګورو نو زموږ د ارزونو له مخې دا شمېر تر دې ډېر لوړ دی."

بي بي‌ سي په خپلواک ډول دا شمېر نه شي تاییدولی.‌

که څه هم ختېځ کې له دونباس سیمې د سختو جګړو راپورونه شته، خو د اوکراییني ځواکونو لخوا د خېرسون تر بېرته نیول کېدو راوروسته دواړه خواوې کوم پام وړ پرمختګ نه لري.

دې موده کې یوازنی ستر بدلون دا دی چې روسانو سولېدار ښار نیولی.

Ukraine

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دواړه خواوې له څه مودې راهیسې جګړه مهم پرمختګ او ستره لاسته راوړنه نه لري

اوس ښاغلی رېزنیکوف وايي د دوی پوځي قوماندان به لومړیو کرښو کې د پښو له ټینګولو وروسته ځوابي عملیاتو ته چمتووالی وکړي.

هغه ویلي "باورمن یم چې ۲۰۲۳ به کېدای شي د پوځي بريا کال وي." خو نوموړي دا هم زیاته کړې چې اوکراییني ځواکونه باید د وروستیو میاشتو د 'عمل ابتکار' له لاسه ورنه کړي.‌

د اوکرایین دفاع وزیر د اضافه "اېم جي‌-۲۰۰" هوايي دفاع رادارونو د پېرلو تړون لپاره فرانسې ته تللی.

هغه ویلي دا به "د هوايي اهدافو موندلو لپاره د اوکرایین د وسله والو ځواکونو وړتیا پام وړ لوړه کړي."

په دغو هدافو کې د ده په وینا بالېستیک او نور توغندي او همدا راز د ډرون بېلابېل ډولونه هم شاملېږي.

ښاغلي‌ رېزنیکوف دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د اوکرایین د استخباراتي مالوماتو له مخې، ولسمشر پوتین خپلو ځواکونو ته تر پسرلي وړاندې د دونباس د نیولو امر کړی.

له دې سره هممهاله د اوکرایین د دفاع مرستیالې وزیرې هانا مالیار ویلي چې دونباس کې سخته جګړه دوام لري.‌

Ukraine

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دونباس باخموت ښار ته نږدې د جګړې ډګر

د هغې په وینا دغلته روسي ځواکونه او د واګنر ګروپ وسله وال هڅه کوي چې باخموت ښار ونیسي.

اغلې مالیار زیاته کړې چې روسي ځواکونه د لیمان د بېرته نیولو هڅه هم کوي.

روسي پوځیانو له دغه ښاره اوکرایین کې عملیاتو لپاره د لوجیستیکي مرکز په توګه ګټه اخیسته خو اوکراییني ځواکونو اکتوبر کې ترې وایستل.

هغې د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي "روسي ځواکونه پرله پسې هڅه کوي چې د ډونېڅک او لوهانسک سیمو پولو ته ځان ورسوي. زموږ سرتېري د اوکرایین خاورې د هر سانتي متر دفاع کوي."