تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین دفاع وزیر: روسیې ۵۰۰ زره ځواکونه راټول کړي، بل ستر برید ته چمتووالی کوي
د اوکرایین دفاع وزیر اولېکسي رېزنیکوف وايي روسیه اوکرایین کې یوه بل ستر برید ته پر چمتووالي بوخته ده.
هغه خبرداری ورکړی چې دا برید ښايي پر اوکرایین د روسیې یرغل د یوه کال د پوره کېدو پر ورځ (د فبرورۍ پر ۲۴مه) پیل شي.
دا ستر احتمالي برید د 'پلرني هېواد د مدافع' له ورځ سره هم سمون درلودی شي، چې روسیه کې هر کال د فبرورۍ پر ۲۳مه د پوځ ستایلو لپاره نمانځل کېږي.
د ښاغلي رېزنیکوف په وینا مسکو دغه برید لپاره شاخوا ۵۰۰ زره ځواکونه راټول کېږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپتمبر کې د جبري پوځي خدمت له لارې د یوه ۳۰۰ زره کسیز ځواک د راټولېدو اعلان وکړ.
هغه وویل دا ګام د هېواد د 'ځمکنۍ بشپړتیا' تضمین لپاره اړین دی.
خو اوس د اوکرایین دفاع وزیر وايي د دغه امر له مخې پوځ کې د ګومارل شویو او اوکرایین ته د استول شویو روسانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.
هغه فرانسوۍ 'بي اېف اېم' شبکې ته ویلي "دوی رسمآ د ۳۰۰ زرو اعلان وکړ خو کله چې پر پوله ځواکونو ته ګورو نو زموږ د ارزونو له مخې دا شمېر تر دې ډېر لوړ دی."
بي بي سي په خپلواک ډول دا شمېر نه شي تاییدولی.
که څه هم ختېځ کې له دونباس سیمې د سختو جګړو راپورونه شته، خو د اوکراییني ځواکونو لخوا د خېرسون تر بېرته نیول کېدو راوروسته دواړه خواوې کوم پام وړ پرمختګ نه لري.
دې موده کې یوازنی ستر بدلون دا دی چې روسانو سولېدار ښار نیولی.
اوس ښاغلی رېزنیکوف وايي د دوی پوځي قوماندان به لومړیو کرښو کې د پښو له ټینګولو وروسته ځوابي عملیاتو ته چمتووالی وکړي.
هغه ویلي "باورمن یم چې ۲۰۲۳ به کېدای شي د پوځي بريا کال وي." خو نوموړي دا هم زیاته کړې چې اوکراییني ځواکونه باید د وروستیو میاشتو د 'عمل ابتکار' له لاسه ورنه کړي.
د اوکرایین دفاع وزیر د اضافه "اېم جي-۲۰۰" هوايي دفاع رادارونو د پېرلو تړون لپاره فرانسې ته تللی.
هغه ویلي دا به "د هوايي اهدافو موندلو لپاره د اوکرایین د وسله والو ځواکونو وړتیا پام وړ لوړه کړي."
په دغو هدافو کې د ده په وینا بالېستیک او نور توغندي او همدا راز د ډرون بېلابېل ډولونه هم شاملېږي.
ښاغلي رېزنیکوف دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د اوکرایین د استخباراتي مالوماتو له مخې، ولسمشر پوتین خپلو ځواکونو ته تر پسرلي وړاندې د دونباس د نیولو امر کړی.
له دې سره هممهاله د اوکرایین د دفاع مرستیالې وزیرې هانا مالیار ویلي چې دونباس کې سخته جګړه دوام لري.
د هغې په وینا دغلته روسي ځواکونه او د واګنر ګروپ وسله وال هڅه کوي چې باخموت ښار ونیسي.
اغلې مالیار زیاته کړې چې روسي ځواکونه د لیمان د بېرته نیولو هڅه هم کوي.
روسي پوځیانو له دغه ښاره اوکرایین کې عملیاتو لپاره د لوجیستیکي مرکز په توګه ګټه اخیسته خو اوکراییني ځواکونو اکتوبر کې ترې وایستل.
هغې د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي "روسي ځواکونه پرله پسې هڅه کوي چې د ډونېڅک او لوهانسک سیمو پولو ته ځان ورسوي. زموږ سرتېري د اوکرایین خاورې د هر سانتي متر دفاع کوي."