هغه ځای چې ښځې پکې د میاشتني عادت پر مهال ځنګله ته لېږل کېږي

ښځې
    • Author, تلسي پرساد ریډي ناګا
    • دنده, بی بی سی تمل څانګه
  • د خپرېدو وخت

د میاشتني عادت پر مهال په ډېرو ځایونو کې ښځې نه یوازې له عبادته معاف دي، بلکې د کور له ځينو درندو کارونو هم لېرې ساتل کېږي.

خو له دې ور ها خوا په نړۍ کې ځينې نورې خبرې هم مروجې دي او په اړه یي رنګا رنګ باورونه شته.

د هند په یوه منځني ایالات اندرا پردېش او تلنګانه پر پولو پرتو ځينو کلیو او بانډو کې خو بیا له ښځو سره کم ساری بد چلند کېږي.

دلته د میاشتني عادت پر مهال میرمنې له کلي د باندې ځنګل ته لېږل کېږي او هلته میرمنې میاشتنۍ ناروغي تېروي.

بي بي سي په ۲۰۱۸م کال کې پر ټولنیزو مسایلو د خپرونو یوه لړۍ پيل کړه او هغه مهال د اندرا پردېش ایالت له اننت پورم سیمې څخه دا موضوع رپورټ شوې وه چې اوس هم عملي کېږي.

هغه مهال بي بي سي سیمه ییر چارواکي پوښتلي وه چې د داسې ناوړه دودونو پر ضد ولې څه نه کوي؟

د چارواکو ځواب دا وه چې د پام وړ ګامونه یې اخیستي او خلک په چټکۍ د پوهاوي خوا ته روان دي، خو اوس حقیقت دا دی چې لا هم د دغو کلیو په تګلارو او باورونو کې د پام وړ هېڅ بدلون نه دی راغلی.

بده یې دا چې ځنګله ته د میرمنو د شړلو موضوع یوازې په دې کلي کې نه بلکې د اندرا پردېش په څو نورو سیمو کې هم شته.

په دغو لېرې پرتو سیمو کې د نفوس کچه شاوخوا ۲۵۰۰ تنو ته رسېږي او په دې ټولو کورنیو کې عامه خبره همدا ده چې "ښځې د میاشتني عادت پر مهال له کوره لېرې ځنګل ته ځي."

ځنګل کې د هستوګنې پر مهال د خوراک او څښاک ستونزې

ښځې

د هند په یادو سیمو کې د پرمختګ څرک نه ښکاري، خلک د څښاک اوبه له لاسي څاګانو تر لاسه کوي.

په دې کلیو کې که څه هم سرپناوې شته خو ښځې پکې یوازې د شپې لخوا اوسیدلی شي، او سهار وختي لېرې غره خواته داسې ځای ته ځي چې اوبو ته نږدې وي.

دوی دلته د سبزیو میده کولو لپاره له ډبرو کار اخلي.

که موسم ګرم وي یا سوړ، د دغو کلیو ښځې د میاشتني عادت پر مهال ځنګله ته په تګ او هلته په وخت تېرولو مجبورې دي.

د دې کلیو د اصلي اوسیدونکو ور ها خوا ځینې هغه ښځې هم د ځایې کلتور پر پاللو مجبورې دي چې له نورو سیمو دې کلي ته وديږي.

د ملیکا په نامه مېرمن د تمل ناډو له سیمې د اندرا پردېش اوینایان کلي یوې کورنۍ ته واده شوې، دا دواړه داسې سیمې دي چې ورته باورونه پکې شته.

نوموړې بي بي سي ته ویلي "دا کلتور له پيړیو راهیسې چلیږي او لا هم روان دی."

ملیکا ویلي "د میاشتني عادت پر مهال ښځې کلي ته نشي تللی، مونږ لږ تر لږه څلور ورځې په دې غره کې پاتې کېږو."

د نوموړي په وینا ښځې په دې ځنګل کې د ونو لاندې ژوند تېروي، کله چې ډېر باران وي دا ښځې له ونو یا غټو تېږو لاندې ځایونو ته پناه وړي.

د ملیکا په وینا "که دوی لېرې ځي، له ځنګلي ژویو او مارانو ډاریږي."

د حیض لرونکو ښځو ماشومان څه کوي؟

ښځې

د میاشتني عادت پر مهال یوازې حیض لرونکي ښځې نه بلکې په دوی پورې تړلي ماشومان هم له خپلو مېندو سره ځنګله کې اوسېږي.

ملیکا په دې اړه بي بي سي ته وویل "زما دوه ماشومان دي یو هلک او یوه نجلۍ، دوی یوازې له لامبلو وروسته کور ته د تلو اجازه لري له هغې پرته دوی کلي ته نشي تللی او باید له مونږ سره په ځنګل کې و اوسیږي."

د نوموړې په وینا په ژمي یا ګرمۍ کې د درې میاشتو په عمر واړه ماشومان هم د حیض پر مهال له کوره بیرون ځنګله ته وړي.

د دې کلیو ډېری اوسیدونکي بزګران دي او له مالي پلوه ژوند پر څارویو ولاړ دی. د دې ځای اوسیدونکي اوس هم څپلۍ یا بوټان نه پښو کوي، که څه هم دا کیسه په بدلېدو ده.

د دې سیمې هغه اوسیدونکي چې نورو ځایونو ته د کار لپاره ځي، اوس یو څه په پښو کوي که څه هم خپله سیمه کې ډېر نه دي مروج.

دلته د ځانګړو مناسبتي او مذهبي ورځو په خاطر چې ځانونه یې په خپل باور سپیڅلي کړي وي، پښې لوڅي ګرځي.

د دې رواجونو پالونکي پنځه واړه کلي د ځنګله په منځ کې دي او په دغه ځنګل کې هم ځينې مندرونه 'د دوی د عبادت ځایونه' اباد دي.

د میاشتني عادت پر مهال حیض لرونکو ښځو ته د خوراک او څښاک څه نه ورکول کېږي او مجبورې دي چې په ځنګله کې اوبه خپله ومومي او ځانته یو څه تیار کړي.

په ډېر بیړني حالت کې دوی کولای شي له هوټله ډوډۍ راوغواړي او که دوی د حیض په حالت کې د کلي د ننه څه خوري، ډېر بد ګڼل کېږي.

د چارواکو هڅې

ښځې

د سیمې د چارواکو په باور د دې باورونو له مخې د کلیو او بانډو خلکو ژوند خورا ګواښوونکی دی او له بد حالته تېریږي.

د چارواکو په وینا، په ولس کې یې د پوهاوي کچې لوړولو لپاره خپلې هڅې کوي.

خو یوه مشر یې بي بي سي ته ویلي "تر هغې چې خلک خپله ځانونه بدل نکړي، د داسې باورونو بدلول خورا ستونزمن کار دی."

د هغه په وینا چې ځينې خلک د پخوانیو رواجونو له کبله ښځې له کورونو بیرون باسي چې له کبله یې دا ښځې له سخت وضعیت سره مخ کېږي "دا خطرناک کار دی ځکه ښځې او ماشومان د مارونو، ژویو او ځناورو په منځ کې وخت تېروي او مونږ د دې کار پر وړاندې ځای ځای د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوو."

د دغه چارواکي په وینا "مونږ خلکو ته وایو چې ښځې د کور د ننه خوندي وي نه په ځنګله کې او په دې اړه باورونه په بدلیدو دي."

د طبي سپارښتنو له مخې ښځو ته د میاشتني عادت پر مهال ښه او ګټور خواړه اړین دي او باید پاکۍ ته هم پاملرنه وکړي.