اسپانیا کې نوی قانون؛ ښځو ته به د میاشتني عادت پر مهال درې ورځې رخصت ورکول کېږي

مياشتنی عادت

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

اسپانیا به په لوېدیځ کې لومړنی هېواد شي چې ښځو ته د میاشتني عادت پر مهال درې ورځې رخصت ورکوي.

دغه هېواد کې نوی داسې قانون جوړېږي چې له مخې به یې ښځو ته د میاشتني عادت د شدید درد پر مهال له کار ځایه درې ورځې رخصت ورکول کېږي.

ټاکل شوی چې دغه قانون راتلونکی اوونۍ تصویب شي او ادارو ته یې د پلې کېدو لارښوونه وشي. په اسپانیا کې رسنۍ وايي، تمه کېږي چې اسپانیا حکومت د ماشوم د زېږون او زیان په برخه کې هم ورته قانون تصویب کړي. د دې قانون د طرحې په اړه ډېر مالومات نه دي په ډاګه شوي.

رپوټونو وايي، دا درې ورځې رخصت هغو ښځو ته ځانګړې شوی چې په میاشت کې یو ځل د میاشتني عادت له امله شدید درد لري.

رپوټونه همدا راز وایي، شونې ده، دا رخصت هغو ښځو ته تر پنځو ورځو هم وغځول شي چې د ناروغۍ پر مهال سخت درد،‌ ګنګسیت، او زړه بدوالی احساسوي.

د نړۍ په کچه د ښځو د میاشتنۍ عادت د رخصتۍ وړاندیز اوس مهال یوازې لږ شمېر هېوادونو کړی چې جاپان،‌ تایوان، اندونیزیا، سویلي کوریا او زامبیا پکې شامل دي.

د اسپانیا د نسايي او ولادي ټولنې په وینا، شاوخوا درېیمه برخه ښځې د یاد عادت پر مهال سخت درد لري چې د "ډېس مینوریا" په نامه پېژندل کېږي.