"په هېڅ یوه هېواد کې د پوهنې وضعیت د افغانستان په څېر کړکېچن نه دی"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خبرداری ورکړی، چې له زدکړو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو بې برخې کول، تعلیمی نصاب کې بدلون او د طالبانو د ایډیالوژۍ تدریس د افغانستان راتلونکي نسلونه له خطر سره مخامخ کوي.

سویس کې د بشري شورا د دوه پنځوسمې غونډې په څنډه کې د شوې ناستې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نړۍ په هیڅ هېواد کې هم د پوهنې وضعیت د افغانستان په څېر کړکېچن نه دی.

د افغان نجونو پر زدکړو د طالبانو د محدودیتونو په تړاو جوړې شوې دې ناستې ته ''له محدودیتونو د راتلونکي افغان کول د بالقوه وړتیاو ازادول او افغانستان کې د زده کړې د حقونو ملاتړ'' نوم ورکړل شوی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ټولنه کې د امریکا استازې مېشل ټېلر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی پلټونکی ریچارډ بیېنت، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور او د افغانستان د چارو څېړونکې هیله نجیب الله، او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ټولنه کې د افغانستان استازی نصیر اندېشه د غونډې ځینې مهم ویناوال وو.

ګڼ شمېر افغانان په هېواد کې دننه او بهر د زدکړو حق لپاره مظاهرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د رپوټونو پر بنسټ ټاکل شوې وه د افغان نجونو او هلکانو د زده کړې فعال مطیع الله ویسا چې اوس د طالبانو په بند کې دی، هم دې ناستې ته وینا وکړي.

د امریکا استازې مېشل ټیلر د نجونو پر زدکړو د طالبانو محدودیتونه د نه دفاع وړ پرېکړه وبلله. اغلې ټېلر وویل، زده کړه یو بشري حق دی او د فغانستان اقتصادي پراختیا او ټیکاو لپاره هم ډېره اړینه ده.

د امریکا استازې زیاته کړه چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته له درناوي پرته طالبان دا تمه نشي کولی چې د نړیوالې ټولنې د یوه مشروع غړي په توګه وپېژندل شي.

د غونډې نورو ویناوالو هم افغانستان کې د شته بشري حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو د نجونو د منع کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او د هغو وګړو د پرېښودو غوښتنه یې وکړه چې د زده کړو سره په تړاو د خپلو فعالیتونو له امله نیول شوي دي.

ګډونوالو نیوکې کولې چې د افغانستان اوسمهالي واکمنان دغه هېواد کې د شته نورو جدي ننګونو هواري ته د پام اړولو پر ځای ورځ تر بلې پر ښځو او د نجونو پر زده کړو محدودیتونه زیاتوي.

افغانستان کې پر زدکړو د محدودیتونو سر بېره د نصاب بدلولو په تړاو د طالبانو پرېکړې هم د ویناوالو بله اندېښنه وه.

غونډه کې افغان نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو پر نورو لارو چارو هم ټینګار وشو.

طالبان وايي د نجونو پر منځنۍ، لیسې دورې او پوهنتوني زده کړو د دوی بندیز دایمي نه دی او نجونو لپاره د د دوی په وینا د زده کړې د مناسب چاپېریال په برابرولو کار روان دی.

د نجونو پر زدکړو له لګېدلې محدودیته دا دی څه د پاسه یو نیم کال تېرېږي خو دوی لا تر اوسه د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د بېرته پرانیستنې لپاره د یوې نېټې په ټاکلو او اعلانولو کې پاتې راغلي.