له کانکوره د نجونو بیا بې برخې کول؛ "دوه کاله کانکور ازموینې ته په تمه یم، خو هر کال نهیلې کېږم"

women

د عکس سرچینه، ASIA SALARZAI

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

مرجان عزیزي چې کله د خپل ښوونځي د وروستیو دوو کلونو کیسه راته کوله، نهیلي او خپګان یې په غږ کې له ورایه ښکارېده. کله به غلې شوه، شېبه وروسته به یې له اوږدې ساه اخیستو سره بېرته خبرې پیل کړې. هر ځل یې هڅه کوله سلګۍ ګوټ کړي او خپله نیمګړې خبره بشپړه کړي.

هغه وايي: "زما نه د یوولسم ټولګي نمرې مالومې دي، نه یوه ورځ په دولسم ټولګي کې کېناستم. په ۲۰۲۱ کال کې یوولسم ټولګي کې وم، چې طالبان راغلل په کور یې کېنولم. په ۲۰۲۲ کال کې یې بېرته ښوونځی ته راوغوښتم او د دولسم ټولګي ازموینه یې رانه واخیسته او فارغه یې کړم."

۱۸ کلنه مرجان کابل کې د نجونو د یوې لیسې زدکوونکې وه، وايي له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سربېره ښوونځی ته تله، په دې هیله وه چې یوه ورځ به له دولسم ټولګي فارغېږي او کانکور ازموینه کې به ګډون کوي.

کانکور کې ګډون او لوړو زدکړو ته لار پیدا کول یې لوی ارمان و، خو په وینا یې "طالبانو مې ټولو خوبونو او ارمانونو ته اور ورته کړ، دا دویم کال دی چې زه د کانکور ازموینې ته په تمه یم، خو هر کال نهیلي کېږم."

women

د عکس سرچینه، MARJAN AZIZI

د طالبانو په حکومت کې د ازموینې ملي ادارې نن پنج شنبه د مې پر ۲۳مه اعلان وکړ، چې د سږ کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاوونو کې اخیستل کېږي. لومړی پړاو به یی د جون میاشتې په شپږمه او وروستی پړاو به یې د جولای پر دولسمه وي.

د یادې ادارې په اعلان کې د نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

که څه هم تر اوسه د سږني کانکور د ګډونوالو شمېر نه دی مالوم، خو تېر کال په کې څه باندې ۸۴ زره کسانو برخه اخیستې وه، چې یوه نجلۍ هم پکې نه وه.

دا یوازې مرجان نه ده چې له ژوند او راتلونکی یې د نامالوم برخلیک تورې لیکې تاو دي، بلکه په لسګونه زره افغانې نجونې له ورته حالت سره مخ دي،‌ چې د رپوټونو له مخې ګڼې یې له رواني پلوه له سخت حالته تېرېږي.

د کانکور فورمه او دوه کاله انتظار

مرجان وايي، په هغه ورځ چې د دولسم ټولګي د درس لوستلو پرته ترې د دولسم ټولګي د فراغت ازموینه واخیستل شوه، د لوړو زدکړو وزارت له خوا ورته کانکور کې د ګډون فورمونه هم وویشل شول.

"له څو میاشتې ځنډ وروسته ښوونځی ته لاړم، د فورم ډکولو ورځ لکه د اختر ورځ داسې وه. په دې فکر کې نه وم چې ما دولسم ټولګی نه دی لوستلی، بلکه دې ته خوشاله وم چې زه به کانکور کې ګډون کوم او د خپلې خوښې پوهنځی به لولم."

خو د مرجان د خوشالۍ دا شېبې د کانکور په هغه فورم کې ورکې شوې، چې له ډکولو وروسته یې بېرته ور وسپاره. هغه وايي "دوه کاله مخکې مې د کانکور فورم ډک کړی، لا هم ورته په انتظار یم چې کله به پکې ګډون کوم."

د نوموړې په خبره، دا انتظار یې ښايي کلونه نور هم همداسې انتظار پاتې شي.

"د کانکور له لارې مونږ خپل خوبونه په حقیقت بدلولی شو"

women

د عکس سرچینه، ASIA SALARZAI

آسیه سالارزۍ د دولسم ټولګي یوه بله فارغه زدکوونکې ده، هغې هم د مرجان په څېر له یوولسم ټولګي دولسم ته ارتقا وکړه او فارغه کړل شوه، خو په پرلپسې دویم کال کې هم کانکور کې د ګډون اجازه نه لري.

نوموړې وايي، هیله یې وه چې یوه ورځ کانکور ازموینه کې ګډون وکړې او د خپلې خوښې (طب پوهنځي) کې لوړو زدکړو ته دوام ورکړي، خو د طالبانو حکومت د پرلپسې ژمنو سربېره هم د دوی په پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

آسیه چې په کور ناستي "ډېره نهیلې" کړې، وايي: "د کانکور له لارې مونږ خپل خوبونه په حقیقت بدلولی شول، دا زمونږ د پرمختګ یوازینۍ لار ده."

له آسیې کوچنۍ دوه خویندې هم چې یوه تازه له شپږم ټولګي اووم ته بریالۍ شوې وه او بله په اتم ټولګي کې ده په کور ناستې دي.

وايي کورنۍ یې د دوی په لیدو ډېره خپه کېږي خو"له صبر پرته بله لار نه لري."

د کانکور نیمګړی ارمان او جرمني ته د سفر تکل

د طالبانو حکومت له خوا پر مکتبۍ نجونو د زدکړو بندیز لېرې کېدو ته په میاشتو میاشتو انتظار آسیه زړه ماتې کړې، هغه اوس دې ته مجبوره شوې چې د آلمان Ausbildung ویزه ترلاسه کړي او هلته خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړي.

دا ویزې له دولسم فارغو زدکوونکو ته ورکول کېږي، خو د جرمني ژبې زدکړه پکې شرط دی.

۲۱ کلنه آسیه چې د کونړ اوسېدونکې ده وايي، یو نیم کال مخکې یې په کور کې الماني ژبې زدکړه پیل کړې او اوس پرې روانې خبرې کولی شي.

"د الماني ژبې د زدکړې لپاره زه کوم رهنما یا استاد نه لرم، زه یې ځان سره کور کې پخپله وایم. د انټرنېټ په مرسته له بېلابېلو وېیسایټونو او یوټیوب درسي مواد ترلاسه کوم."

women

د عکس سرچینه، ASIA SALARZAI

آسیه وايي، جرمني کې یې د ځینو خپلوانو په مرسته د آلماني ژبې کتابونه هم راغوښتي او ټول یې لوستي دي. نوموړې وايي، اوس یوازې دې ته په تمه ده چې هغې ویزې لپاره ازموینه ورکړي او بریالۍ شي.

"پیل کې راته سخته وه، توري یې انګلیسي ژبې تورو سره یو شان دي، رانه غلطتېدل به، خو اوس راته ډېره اسانه ده روانې خبرې پرې کولی شم."

آسیه د آلماني ژبې تر څنګ په انګریزي ژبه هم پوهېږي او د خپلو درسونو تر څنګ نورو نجونو ته په خپل کور کې د انګریزي ژبې تدریس کوي.

د کورنۍ ملاتړ او د خلکو پیغورونه

آسیه وايي، آلمان ته سفر به یې له سختو او ننګونو خالي نه وي. د هغې په وینا: "په افغاني ټولنه کې د نا واده کړې نجلۍ په یوازې ځان سفر ته ډېرې کورنۍ ځکه زړه نه ښه کوي چې، خلک ورپورې خبرې کوي او پیغورونه ورکوي."

خو وايي، د دې کورنۍ یې ملاتړې ده او دا ډاډ ورکوي، چې د سفر په برخه کې یې هر ډول مرستې او لاسنیوي ته چمتو دي.

له دغه ډول نجونو سره په جرمني کې د ادغام په نامه یوه خیریه ټولنه مرسته کوي چې بهرنۍ ژبې زده کړي.

آسیه په یوه روښانفکره او لوستې کورنۍ کې زېږېدلې، وايي خپه ده چې له هېواده بهر یې د زدکړو لپاره د سفر نیت کړی خو په وینا یې: "که سبا هم ماته کانکور کې د ګډون اجازه راکړل شي زه تیاره یم چې دلته خپلې زدکړې پیل کړم."

خو دا چې د آسیې او مرجان په څېر له زدکړو محرومې په سلګونه زره نجونې به د ښوونځیو او پوهنتونونو بېرته پرانیستو زیری کله اوري، طالبان او مشران یې په اړه لا هم چوپ دي او روښانه تګلاره نه لري.