بایډن وايي باورمن دی چې حماس سره د یرغمل شویو د خلاصون هوکړه نږدې ده

حماس

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، پر دې باور دی چې د حماس لخوا پر اسرائیل د برید پر مهال د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو هوکړه نږدې شوې ده.

په دې وروستیو کې اسرائيل لخوا غزه کې د روانو عملیاتو د درول کېدو په بدل کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو د احتمالي هوکړې په اړه رپوټونه ډېر خپرېږي.

امریکایۍ واشنګټن پوست ورځپاڼې یکشنبه یوه رپوټ کې ویلي وو چې په دې تړاو هوکړه نږدې ده‌ او په امریکا کې د اسرائیل سفیر میشل هیرزوګ هم راتلونکو ورځو کې د همداسې هوکړې هیله ښودلې وه.

تازه ښاغلي بایډن په دې تړاو د ګنګوسیو په اړه د یوه ژورنالیست د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دی هم په دې باور دی چې هوکړه دې نږدې شوې وي.

د یادونې ده چې په اسرائیلو کې د یرغمل شویو کسانو د کورنیو او خواخوږو لخوا پر حکومت د هغوی د خلاصون لپاره فشارونه مخ په ډېرېدو دي.

په دې لړ کې د اسرائیل په بېلابیلو ښارونو کې د زرګونو کسانو په ګډون لاریونونه هم شوي دي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړو لاریون

په دې تړاو تازه رپوټونه دا دي، چې د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړو د بنیامین نتنیاهو حکومت له کابینې سره یوه ناسته په نیمه کې پرېښې ده.

ښاغلی نتنیاهو وايي د یرغمل شویو کسانو خلاصون یې لومړیتوب دی، خو د هغوی د کورنیو غړي داسې انګیري چې د حکومت ډېر تمرکز پر جګړې او روانو عملیاتو دی.

بلخوا په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي په دې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو په روانو عملیاتو کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۳ زره ۳۰۰ اوښتی دی.

دوی ویلي چې په وژل شویو کې لږترلږه ۵۶۰۰ ماشومان او ۳۵۵۰ ښځې دي.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

اسرائیل په غزه کې عملیات د اکتوبر اووه تر هغې وروسته پیل کړل، چې حماس پر دغه هېواد برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۰۰ ډېر نور یرغمل کړل.

له غزې په تازه پرمختګونو دا هم تایید شوې چې له مصره د تېلو یو لېږدونکی ټانکر دې تړانګې ته رسېدلی دی.

اسرائیلي ځواکونو چې غزه یې په بشپړ ډول کلابنده کړې، یکشنبه وویل چې هره ورځ به غزې ته د دوو ټانکرو تېلو رسېدو ته اجازه ورکوي.‌

په پام کې ده چې دغه تېل به پر روغتونونو د جنراتورونو د فعال ساتلو لپاره وېشل کېږي .