غزه کې 'پر روغتون د اسرائيلو برید ۱۲ کسان وژلي'؛ د عربي او اسلامي هېوادونو یو شمېر وزیران چین ته تللي

غزه

د عکس سرچینه، WHO

د خپرېدو وخت

د غزې په شمال کې د اندونيزيايي روغتون مشر بي بي سي ته ويلي، د اسرائیلو په هوايي بريد کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت ویلي، په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دغه برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، په غزه کې د تېرو ۴۸ ساعتونو غمجنو پېښو له امله سخت خواشینی شوی دی.

وولکر ترک د اسرائیلو له خوا د جبالیا کډوالو پر کمپ د شنبې ورځې د برید په اړه خبرې کړې دي. د اسرائیلو په هغه برید کې د ملګرو ملتونو یو ښوونځی هم په نښه شوی دی. ښاغلي ترک په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "په یوه ښوونځي کې چې په یوه پناه ځای بدل شوی د ګڼو کسانو وژنه، له الشفا روغتون څخه د سلګونو کسانو تېښته او د غزې له سویلې سیمو د خلکو د بې ځایه کېدلو روان بهیر، د ملکي وګړو د خوندیتوب له مخې په بشپړه توګه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي."

هغه په خپل ویډیويي پیغام کې زیاته کړې: "مخکې تر هغه چې خلک په هوش راشي، څومره تاوتریخوالی، وینه تویول او بدبختۍ باید دوام وکړي؟"

هغه وايي، "څومره نور ملکي وګړي به ووژل شي؟" دا باید ودرول شي. انسانیت باید لومړیتوب وي. همدا اوس د بشردوستانه او د بشري حقونو دلایلو له مخې اوربند ته بېړنۍ اړتیا ده."

چین غزه

د عکس سرچینه، Reuters

بل پلو د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو يو پلاوی په رسمي سفر چين ته تللی او هيله لري، په غزه کې د بشري ناورين د حل لارې چارې ومومي.

په دې پلاوي کې د سعودي عرب، اردن، مصر، اندونیزیا او د فلسطین د ادارې د بهرنیو چارو وزیران او د اسلامي همکاریو سازمان مشر هم شامل دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ریاض په سرمشریزه کې د اسلامی هېوادونو له وروستۍ غوښتنې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چین په غزه کې د دوو حکومتونو له لارې د ستونزو حل بشپړ ملاتړ کوي.

د ښاغلي وانګ یي په وینا نړیواله ټولنه باید "اوس اقدام وکړي او په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره اغیزمن ګامونه اوچت کړي."

تر دې مخکې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ورته ویلي و، نړیواله ټولنه باید د اسرائیلو د مخنیوي مسوولیت پر غاړه واخلي.

وانګ يي په خپله پرانيستونکې وينا کې د عربي او مسلمانو مشرانو ته دا هم وويل: "راځئ غزې ته د سولې د راستنېدو لپاره په ګډه کار وکړو او په منځني ختيځ کې ژر تر ژره د سولې شاهدان واوسو."

بلخوا د اسرائیلي پوځ او حماس ترمنځ د جګړې له کبله د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفا کې خدمتونه د امکاناتو د نشتوالي له کبله په ټپه درېدلي.

اسراییلي ځواکونو دغه روغتون محاصره کړی او پکې پلټنې کوي. دوی ادعا کوي چې د دغه روغتون لاندې د حماس د قومندې مرکز دی.

د ډاکترانو یوه نړیواله ډله، چې د شنبې پر ورځ دغه روغتون ته ورغلې وه، هغه د مرګ زون بللی دی.

دوی ویلي دغه روغتون کې د ډزو او مرمیو نښانونه لیدل کیږي او په عمومي دروازه کې یې ډله ییز قبر دی چې د امکاناتو د نشتوالي له کبله پکې شاوخوا ۱۸۰ کسان ښخ کړای شوي دي.