د تصویرونو البوم؛ میلیونونه هندیان دیوالي یا د رڼاګانو جشن لمانځي

دیوالي د هندوانو لپاره له خورا مهمو جشنونو یو بلل کېږي. دلته وړاندې شوي تصویرونه پروسږ کال د دیوالي جشن لمانځنې پر مهال اخیستل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دیوالي د هندوانو لپاره له خورا مهمو جشنونو یو بلل کېږي. دلته وړاندې شوي تصویرونه پروسږ کال د دیوالي جشن لمانځنې پر مهال اخیستل شوي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په هند کې میلیونونه کسان د دیوالي جشن لمانځي، چې د رڼاګانو جشن هم بلل کېږي او د هندوانو لپاره د کال له خورا مهمو ورځو بلل کېږي.

دغه جشن هر کال د اکتوبر او نومبر تر منځ راځي، خو کره نېټه یې ځکه معلومه نه ده، چې د هندوانو کالهنداره له سپوږمۍ سره سم ګرځي.

سږ کال د هند په ځینو برخو کې دغه جشن پر پنجشنبه لمانځل کېږي، خو په ځینو نورو برخو کې بیا پر جمعه لمانځل کېږي. خلک په دې ورځ ډېوې، څراغونه او شمعې بلوي، چې پر رڼا د تیارې او پر بدۍ د نیکۍ د بري سمبول ښيي.

ډېرې هندوان په دې ورځ د لکشمي لپاره عبادت کوي، چې د شتمنۍ معبود بلله کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېرې هندوان په دې ورځ د لکشمي لپاره عبادت کوي، چې د شتمنۍ معبود بلله کېږي.
له دیوالي مخکې دهن تیراس ورځ راځي او په دې ورځ خلک سره زر، سپین زر یا ان فلزي لوښې اخلي، ځکه باور یې داسې دی، چې دې سره کور ته شتمني او نیکمرغي راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دیوالي مخکې دهن تیراس ورځ راځي او په دې ورځ خلک سره زر، سپین زر یا ان فلزي لوښې اخلي، ځکه باور یې داسې دی، چې دې سره کور ته شتمني او نیکمرغي راځي.
د جشن په ترڅ کې کورونه، دفترونه او کوڅې د ګلانو په لړیو پوښل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جشن په ترڅ کې کورونه، دفترونه او کوڅې د ګلانو په لړیو پوښل کېږي.
د جشن په ترڅ کې هر لور څراغونه او ډیوې ترسترګو کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جشن په ترڅ کې هر لور څراغونه او ډیوې ترسترګو کېږي.
خلک پر تیارو د رڼا بري د سمبول په توګه شمعې او ډیوې بلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلک پر تیارو د رڼا بري د سمبول په توګه شمعې او ډیوې بلوي.

دیوالي ته د چمتوالي په توګه خلک کورونه پاک او منظموي، نوي کالي اخلي او له ګاونډیانو، خپلوانو او دوستانو سره خواږه تبادله کوي.

ډېری بیا د کورونو مخې ته رنګولي په ګډون د پاوډري رنګونو رسمونه کاږي، چې کور ته د نیکمرغي راتګ هیله ورسره څرګندېږي.

د هندوانو کورنۍ په همدې ورځ د لکشمي لپاره عبادت کوي، چې د شتمنۍ معبود یې بولي. دوی ډیوې بلوي او د کور کړکۍ، دروازې پرانیستې پرېږدي، چې لکشمي وکولای شي د خلکو کورونو لار په اسانۍ ومومي.

خلک په دې ورځ خپل تر ټولو ښه کالي اغوندي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلک په دې ورځ خپل تر ټولو ښه کالي اغوندي.
دوی له ملګرو، کورنیو او خپلوانو سره یو ځای کېږي او یوه بل ته خواږه ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوی له ملګرو، کورنیو او خپلوانو سره یو ځای کېږي او یوه بل ته خواږه ورکوي.

د اورلوبو څیزونه هم د دې جشن یوه مهمه برخه بلل کېږي، خو په دا وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د هند په یو شمېر شمالي ایالتونو کې د هوا سختې ککړتیا له کبله پر اورلوبو یا محدودیتونه لګول شوي او یا هم له یوه مخه بندیز پرې لګول شوی دی.

د بېلګې په توګه پلازمېنه ډیلي کې د اورلوبو پر کارولو او پلورلو بشپړ بندیز لګول شوی او په کرناټکا، هریانه او پنجاب ایالتونو کې بیا د دیوالي جشن پر ورځ د یو څو ساعتونو لپاره د اورلوبو اجازه ورکول کېږي.

د اورلوبو څیزونه هم د دیوالي جشن یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اورلوبو څیزونه هم د دیوالي جشن یوه مهمه برخه بلل کېږي.
په شمالي هند کې بیا د هوا ککړتیا کچې له ډېرېدو وروسته چارواکو پر اورلوبو بندیزونه یا محدودیتونه لګولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په شمالي هند کې بیا د هوا ککړتیا کچې له ډېرېدو وروسته چارواکو پر اورلوبو بندیزونه یا محدودیتونه لګولي دي.