د تصویرونو البوم؛ میلیونونه هندیان دیوالي یا د رڼاګانو جشن لمانځي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په هند کې میلیونونه کسان د دیوالي جشن لمانځي، چې د رڼاګانو جشن هم بلل کېږي او د هندوانو لپاره د کال له خورا مهمو ورځو بلل کېږي.

دغه جشن هر کال د اکتوبر او نومبر تر منځ راځي، خو کره نېټه یې ځکه معلومه نه ده، چې د هندوانو کالهنداره له سپوږمۍ سره سم ګرځي.

سږ کال د هند په ځینو برخو کې دغه جشن پر پنجشنبه لمانځل کېږي، خو په ځینو نورو برخو کې بیا پر جمعه لمانځل کېږي. خلک په دې ورځ ډېوې، څراغونه او شمعې بلوي، چې پر رڼا د تیارې او پر بدۍ د نیکۍ د بري سمبول ښيي.

دیوالي ته د چمتوالي په توګه خلک کورونه پاک او منظموي، نوي کالي اخلي او له ګاونډیانو، خپلوانو او دوستانو سره خواږه تبادله کوي.

ډېری بیا د کورونو مخې ته رنګولي په ګډون د پاوډري رنګونو رسمونه کاږي، چې کور ته د نیکمرغي راتګ هیله ورسره څرګندېږي.

د هندوانو کورنۍ په همدې ورځ د لکشمي لپاره عبادت کوي، چې د شتمنۍ معبود یې بولي. دوی ډیوې بلوي او د کور کړکۍ، دروازې پرانیستې پرېږدي، چې لکشمي وکولای شي د خلکو کورونو لار په اسانۍ ومومي.

د اورلوبو څیزونه هم د دې جشن یوه مهمه برخه بلل کېږي، خو په دا وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د هند په یو شمېر شمالي ایالتونو کې د هوا سختې ککړتیا له کبله پر اورلوبو یا محدودیتونه لګول شوي او یا هم له یوه مخه بندیز پرې لګول شوی دی.

د بېلګې په توګه پلازمېنه ډیلي کې د اورلوبو پر کارولو او پلورلو بشپړ بندیز لګول شوی او په کرناټکا، هریانه او پنجاب ایالتونو کې بیا د دیوالي جشن پر ورځ د یو څو ساعتونو لپاره د اورلوبو اجازه ورکول کېږي.