د طالبانو مشر وسلو او تجهیزاتو ته د لاسرسي او وېشلو په اړه امنیتي او دفاعي چارواکي بې واکه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د تلې پر ۲۹ مه د یوه فرمان له لارې اعلان کړی و چې د هغه له اجازې پرته په کندهار کې "هېڅوک د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو سره د ثبت شویو وسلو او تجهیزاتو د وېش یا ترې د ګټې اخیستو حق نه لري".
د طالبانو مشر دا فرمان د "ثبت شویو نظامي تجهیزاتو د وېش، ساتنې او څارنې په سرليک خپور شوی دی.
دغه اته مادهییز فرمان چې یوه نسخه یې بي بي سي ته هم رسېدلې او د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت یې کره والی تائید کړی په افغانستان کې د ننه او بهر بحثونه پارولي دي.
د وسلو او تجهیزاتو په اړه د ملا هبت الله اخندزاده له نویو اعلان شویو بندیزونو داسې ښکاري چې مشر یې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا محمد یععوب مجاهد او د استخباراتو رئیس عبد الحق وثیق له دغو واګو بې برخې او يا یې واګې محدودې کړې دي.
څه د پاسه درې کاله وړاندې د ۲۰۲۱ کال اګست کې افغانستان کې پر واګو له ولکې راهیسې د طالبانو اوسني حکومت ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې ورپاتې دي.
د وسلو او تجهیزاتو د استعمال په اړه د تلې پر ۲۹مه خپور شوي فرمان کې راغلي "هر کله چې کومه امارتي اداره (د طالبانو حکومت) وسلو، مهماتو، نظامي دوربینونو، مخابرو او نورو نظامي تجهیزاتو ته اړتیا ولري د تر لاسه کولو لپاره یې باید د طالبانو د رهبر امر له ځانه سره ولري."
د دغه فرمان په دویمه ماده کې راغلې، درې واړه نظامي بنسټونه (د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه او د استخباراتو ریاست) اړ دي چې له اړتیا سره سم خپلې غوښتنې د ( تثبیت، ثبت او بیت المال) دفتر ته وسپاري.
د ملا هبت الله اخندزاده د نوي فرمان په درېیمه ماده کې بیا په دې ټینګار شوی چې د دغه فرمان له خپرېدو مخکې که د طالبانو د مشر له اجازې پرته کومې وسلې او تجهیزات وېشل شوې وي، بېرته دې خپلو زېرمو ته وګرځول شي.
دا نوی فرمان تر ډېره د طالبانو د مشر تر لاس لاندې د ټول واک متمرکز کېدو او کندهار کې د واک انحصار په اړه یو بل ګام بلل کېږي او داسې تبصرې هم شته چې پر وسلو د لا ډېر واک په اړه نوې تګلاره په خپلو لوړپوړو چارواکو د بې باورۍ له کبله غوره شوې ده.
له دې سره په تېر کې د ځينو طالبانو له خوا د وسلو د خرڅولو رپوټونه هم خپاره شوې، هغه مسله چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ورته څو ځلې اشاره کړې.
"له طالبانو سره د اووه ملیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات دي"

د عکس سرچینه، taliban
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د خپل مشر د نوې فرمان موخه د پوځي تجهیزاتو ښه ساتنه بللې ده.
ښاغلي فطرت په یوه پیغام کې بي بي سي ته وویل " د دې حکم موخه دا ده چې د تجهیزاتو او تسلیحاتو ښه ساتنه وشي او په ورته مهال د وسلو او تجهیزاتو د غیر ضروري استعمال مخه ونيول شي، د دې تر څنګ موخه دا ده چې تجهیزات په منظمه بڼه ترمیم او ورغول شي."
د هغو څېړنو پر بنسټ چې سرچینه یې د امریکا دفاع وزارت ده ویل کېږي له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د ۷ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلي.
د امریکايي سي اېن اېن ټلوېزیون د یوه رپوټ له مخې، له افغانستانه د امریکایانو د وتلو پرمهال دغه هېواد کې ۷۸ داسې الوتکې وې چې بیه یې تر یو میلیارد ډالرو رسېده.
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه رپوټ کې راغلي، د نورو وسلو او تجهیزاتو ترڅنګ طالبانو ته ۱۲ زره پرمختللې هاموې (زغرهوال موټرو) سربېره له ۴۰۰ زرو ډېرې نورې داسې وسلې پاتې چې د امریکا متحده ایالاتو افغان ملي ځواکونو ته ورکړې وې.





















