د طالبانو د حکومت سل ورځې؛ حکومتولي، نړیوالو سره اړیکې، داعش او نورې ننګونې او لاسته راړونې

د عکس سرچینه، 8am
نژدې شل کاله وروسته طالبان یو ځل بیا افغانستان کې د واک پر گدۍ ناست دي. سل ورځې وړاندې د اګست پر پنځلسمه طالبان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.
وسلوال یې له خپلو امریکايي وسلو سره پر هغه ځاى پنډ شول چې څو ساعت مخکې ترې پخواني ولسمشر اشرف غني لنډه وینا کړې وه.
کابل ته د طالبانو له ننوتو سره سم، د امریکايي ځواکونو او ديپلوماتانو د وتلو لړۍ چټکه شوه، هغه څه چې واشنگټن په دا بڼه نه غوښتل.
دوه اوونۍ وروسته هغه وروستۍ امریکايي الوتکه چې د امریکا شل کلنه ښکیلتیا یې په توره شپه کې پای ته ورسوله، له همدې کابل هوایي ډګره پورته شوه.
پر سهار یې هوايي ډګر کې د وسله والو په بدرگه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کمرو په مخ کې نړۍ ته د ملګرتیا لاس ورکولو هوډ وکړ. نوموړي وویل، د افغانستان له خاورې هېچا ته خطر نشته او دوی ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
پوښتنه دا ده چې په تېرو سلو ورځو کې طالبانو خپلې څومره ژمنې پوره کړې دي، او د هغه غوښتنې یې څومره منلې دي چې نړیواله ټولنه پرې ټینګار کوي.
د طالبانو یوه ترټولو مهمه ژمنه د امنیت ټینګښت په اړه وه، خو واکمنۍ کې یې لومړنۍ تر ټولو ستر خونړۍ چاودنه کابل هوايي ډګر تر څېرمه وشوه، چې د ۱۳ امریکايانو په ګډون لسګونه ولسي افغانان پکې ووژل شو.
داعش ډلې د برید مسؤلیت ومنلو او همدا د طالبانو لپاره د امنيتي ازمېښت پيل و، خو په هېڅ معنا وروستی برید نه و.
څو اوونۍ وروسته په د داعش لخوا په کندوز، کندهار او کابل کې ورته نور پراخ بریدونه وشول، چې پکې سلګونه عام افغانان ووژل شول.
داعش پخپله پر طالبانو هم ګڼ بریدونه کړي او د دوی وسلوال یې وژلي دي. څو اوونۍ وړاندې طالبانو ومنله چې د افغانستان ختیځ کې یې د داعش ځپلو لپاره عملیات هم پیل کړي.
د جګړې په ډګر کې هغه تکیتک چې پخوا طالبانو د پخواني حکومت پر ضد کارولو، اوس یې داعش ډله د طالبانو پر ضد کاروي.

ښایي په کلیوالو سیمو او ښارونو کې د ټوپکو شپیلۍ تر پخوا سړې شوې وي، خو هغه سوله او سکون چې ژمنه یې شوې وه، لا نه دي تر لاسه شوي.
طالبانو په تېره سپتمبر میاشت کې خپله سرپرسته کابینه او حکومت هم اعلان کړل، خو جوړښت یې په حیرانوونکي ډول له هغه څه سر په ټکر کې و چې طالبانو ټول ګډونه حکومت باله.
په نوې کابینه کې ټاکل شوي کسان له لویه سره طالب مشران او یا یې جنګي قومندانان وو.
همدې پرېکړې نړیوال مشران او په کور دننه خلک حیران او اندېښمن کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یې په غبرګون کې وویل:
"سره له دې چې هغوی منلې وه نوی حکومت به یې هر اړخیزه وي، خو اعلان شوي لیست کې ټول کسان طالبان او یا له هغوی سره تړلي خلک دي او هیڅ ښځه پکې نشته. موږ د دغو کسانو د اړیکو او ریکاډ په اړه هم اندېښمن یو. طالبانو لنډمهالې کابینه اعلان کړې او موږ یې کړنو ته په کتو په اړه پرېکړه کوو".
'د طالبانو کړنو ته په کتو د دې ډلې په اړه قضاوت'- دا هغه څه چې نړۍ اوس هم پرې ولاړه ده.
طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړل شوی چې که غواړې په رسمیت وپېژندل شي، باید ټولګډونی حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي او د افغانستان له خاورې د ترهګرو د فعالیت مخه ونیسي.
خو په تېرو سلو ورځو کې نه یوازې دا چې د ښځینه کارکوونکو لویه برخه په کورونو ناسته ده، بلکې له منځني ښوونخي پورته د نجونو زدکړې هم درېدلې دي.
لوږه او د اقتصاد پرځېدا یوه بله تر ټولو ستره بله ننګونه چې د طالبانو حکومت او ولسي خلک ورسره مخامخ دي، البته دا ستونزه د طالبانو له واکمنېدو وړاندې هم موجوده وه.
افغانستان له وړاندې پر بهرنیو مرستو پایېده، خو د طالبانو له واکمنۍ سره دا مرستې یا بندې او یا هم وچې شوې، چې بیه یې ولسي خلک پرې کوي.
ملګري ملتونه بیا د داسې حالت خبرداری ورکوی چې د افغانستان معاصر تاریخ کې کمساری دی. دې ادارې څه موده وړاندې خپل یو وروستيرپوټ کې وویل، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي ښایي له لوږې سره مخامخ شي.
د ښځو کار او د نجونو زدکړ هغه څه دي چې د طالبانو په تېرو سلو ورځو واکمنۍ کې يې غږ او ځوږ دواړه ډېره پيکه وو.
تېرو درېیو میاشتو کې ګڼ شمېر دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو، آن ښځینه ښوونکوته یې په ناستو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېده، او ګڼو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ملي تلویزیون هم ښځینه خبریالانې خبرونه نه وړاندې کوي او له پوهنې وزارت، پاسپورټ ریاست او روغتیا وزارت پرته په نورو ګڼو دولتي ادارو کې ښځې دندو ته نه پرېښودل کېږي.
خو په دې موده کې طالبانو ځینو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودلې دي چې یادونه یې مهمه ده.
د بېلګې په توګه په ځینو ولایتونو کې داعش ډلې له بریدونو پرته هغسې سخته جګړه نشته چې تېلو لسو پنځلسو کالو کې یې خلک له کار او ژوند پاتې کړي وو.
په لویو ښارونو کې د انسان تښتونې پېښې نسبتاً کمې شوې دي او طالبان هره اوونۍ د ځینو تښتول شویو کسانو د را خوشی کولو خبره هم کوي.
خو له دې سره سره بیا هم افغانان په لوی شمېر کې له هېواد وتلو په حال کې دي، او د رپوټونو له مخې هره ورځ زرګونه کسان یوازې ایران ته اوړي.
لسګونه زره نور کسان د چمن-سپین بولدک او تورخم په دروازو کې شپې سبا کوي او پاکستان ته د اوښتو هڅه کوي.
له بلې خوا افغانستان کې سخت ژمى را روان دى، نړيوالو د طالبانو حکومت په رسميت نه دى پېژندلى، د افغانستان نهه ميليارده ډالر کنگل شوي دي.
دې وضعیت ته په کتو، که د طالبانو او نړيوالو ترمنځ د اړیکو سوړ کنگل مات نه شي، بې له شکه چې راتلونکې سل ورځې به طالب مشرانو ته له اقتصادي او امنيتي پلوه لا ډېرې له ننگوونکې وي.






















