هغه هندي فلم چې پنځه لکه بزګرانو په خپل ګډ لګښت جوړ کړی

د عکس سرچینه، SAHYADRI FILMS
د مشهور فلم جوړونکي او ډایرکټر شیام بینیګل له خوا په ۱۹۷۶ کال کې جوړ شوی فلم منتن (Manthan) په کنس (cannes) فلمي فیسټیوال کې له ۴۸ کلونو وروسته نندارې ته وړاندې کېږي.
خپله د فلم په پیل کې منتن دا ډول معرفي شوی، چې "دا د ګجرات د ۵۰۰،۰۰۰ بزګرانو له خوا وړاندې کېږي."
د فلم جوړونکي شیام بینیګل په وینا، دا فلم د ګجرات د بازار موندنې په فدراسیون باندې جوړ شوی.
د نوموړي په خبره، د یاد فلم جوړولو لپاره پنځه لکه بزګرانو په ګډه پیسې وکړې وې او هر یوه یې دوه لکه هندۍ روپۍ مرسته کړې وه.
په فلم کې، ډاکټر راو یو نمونه يي او غوره ډاکټر دی، چې خلکو سره مرستې لپاره راغلی او مشرا (امریش پوري) د لبنیاتو پلورلو کاروبار کوي، چې له بزګرو په ټیټه بیه شیدې اخلي. بزګران استثماروي او ګټه ترې اخلي.
په فلم کې یو کلی دی، چې د بډایه او بېوزلو کلیوالو ترمنځ وېشل شوی. دې کلې کې د ټیټ ذات (د ټولنې وروسته پاتې پوړ) دلت یوه ښځه بنداس بندو (سمیتا پاټل) ده.
د بندو بې پروايي نه یوازې د هغه طبیعت دی، بلکې اړتیا هم ده.
د هغې مېړه شرابي دی. خپل ماشوم په یوازې ځان لویوي او د شیدو په پلورلو سره د خپل ژوند لګښت پوره کوي.
کله چې ډاکټر راو لومړی د بندو (سمیتا پاټل) کور ته د شیدو نمونې اخیستو لپاره ورځي، لومړی له کوره بهر ناست کوچني هلک څخه پوښتنه کوي، چې ستا پلار چیرته دی؟ خو په ځواب کې بندو (سمیتا) را پورته کېږي او غږ پرې کوي: "پلار یې دلته دی، تاسو څه غواړئ؟"
د سمیتا پاټل له دې لومړۍ راڅرګندېدینې څخه په ډاګه کېږي، چې هغه په رېښتیا بې وزله ده او استثمار شوې ده، خو ویره نه لري.
د ملګرو ملتونو له خوا هرکلی

د عکس سرچینه، SAHYADRI FILMS
ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه شیام بینیګل او ورګیس کورین خپل مرکزي دفتر ته ور وبلل چې نورو هېوادونو ته د مرستندویه غورځنګ په اړه خبرې وکړي او د یاد فلم ننداره تنظیم کړي.
له هغه وروسته دغه فلم په روسیه او چین کې هم نندارې ته وړاندې شو.
په ۱۹۷۶ کال کې جوړ شوی منتن فلم، کلیوالي ژوند په خورا رېښتینې ډول انځوروي او موضوع یې هم داسې یو څه ده، چې د ننني ورځ ژوند پورې هم تړلې ده.
په فلم کې داسې بزګران شته، چې په ټيټه بيه د شيدو پلورلو ته مجبوره وي. همدارنګه په هند کې نن هم کروندګر د خپلو فصلونو د حاصلاتو مناسبې بیې لپاره مبارزه کوي.
په فلم کې د کلي بډایه خلک (په ټولنه کې د ذات د وېش له مخې د لوړ ذات وګړي) د همدې کلي د ټیټ ذات په وکړو واکمني کوي او د کلي ملک هم د ټیټ ذات یعنی دلت وګړو سره دوه ګونی چلند کوي.
ان کله چې په فلم کې د شیدو مرستندویه ټولنه جوړه شي، د کلي ملک (کلبھوشن خربنده) د ذات له مخې د دلت بزګران هڅوي، چې د شیدو پلورلو لپاره په جلا لیکو کې ودرېږي.
د ذات پر بنسټ دوه ګونی چلند نن هم د خبرونو سر ټکي ګرځي. سره له دې چې د هند په قوانینو کې دغه کار جرم بلل شوی.
د کامرو له لینسه او د شیام بینیګل له لیده دا فلم خورا مایوسه کوونکې صحنه وړاندې کوي.
فلم کې ښودل شوي، دې کلي کې ان یو روغتیایي مرکز هم نه شته، له همدې کبله د حیواناتو ډاکټر (ګیریش کارناډ) د انسانانو درملنه کوي.
اوس هم وضعیت ډیر نه دی بدل شوی ځکه لا هم د هند په ډیرو کلیو کې لومړني روغتیایي چوپړونه ښه نه دي.
د نصیرالدین شاه (بهولا) رول

د عکس سرچینه، SAHYADRI FILMS
د شیدو د مرستو له اړخه د بزګرانو د استثمار کوونکي او د لبنیاتو د مالک سوچ د امریش پوری له دې خبرو څخه ښه څرګندېږي:
" ځوانان تل ایډیالوژیک او لوړ د سوچ څېښتنان وي، غواړي نړۍ بدله کړي. خو بدلون تل پرمختګ نه دی. "
د دې ټولو نا هیلیو سربېره او د شیدو د مرستو اړوند معاملو ورهاخوا، دا فلم یو مثبت بدلون او د نظرونو یو نوی طوفان راپاروي، چې یوه ښه بېلګه یې د نصیرالدین شاه په رول کې ښودل شوې.
دی د دلت یو ځوان بزګر وي، چې هېڅکله یې خپل حق نه وي ترلاسه کړی.
هغه د ښاري ډاکټر راو په ایډیالوژیکي نظرونو او لوړو سوچونو باور نه لري او ان د شیدو مرستندویه برخه نه ګرځي.
خو کرار کرار سخت مزاجه او ضدي طبیعت لرونکی بهولا نه یوازې دا چې د مرستندویه غورځنګ غړی ګرځي، د بېلابېلو فشارونو له کبله چې ډاکټر راو بل ځای ته بدلېږي، دی د دلت وګړي قانع کوي او د مرستندویه ټولنې نه ماتېدو ته یې راضي کوي.
ځايي ژبه، د بدن د غړو خوځښت او دننه غوصه را بهر کولو اداکارۍ سره نصیرالدین شاه د بهولا رول ښه ژوندی ساتلی دی.
د دې ټولو سربیره منتن د ډاکټر راو (ګیریش کارناډ) او بندو (سمیتا پاټل) ترمنځ اړیکي هم په خورا نازک ډول سپړلې دي.
یو ښاري، لوستي او د لوړ ذات ډاکټر او یوه کلیواله، نالوستې او دلت ذات ښځه د یوې ګډې موخې لپاره سره یو لاس کېږي.
دواړه ودونه لري، خو د دواړو ترمنځ یوه بې نومه اړیکه رامنځ ته کېږي، چې په سمه توګه یې نه شو تعریفولی.





















