سوات کې قهریدلو خلکو د قرآن کریم سوځولو په تور سیلانی وژلی

په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې خلک د پولیسو پر مرکز برید کوي او اور ورته کوي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې خلک د پولیسو پر مرکز برید کوي او اور ورته کوي.
د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا په سوات کې قهریدلو خلکو هغه سیلاني په وهلو، ټکولو وژلی، چې قرآن کریم ته یې پرې د سپکاوي تور پورې کړی و.

پېښه پر پنجشنبه د سوات په مدین سیمه کې شوې او تر اوسه یې انګېزه معلومه نه ده، چې ولې پر دې کس قرآن کریم ته د سپکاوي تور پورې شوی.

د سوات سیمه ییز پولیس افسر زاهد الله د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته وویل، خلک په ځايي بازار کې د دې سړي په شاوخوا کې راټول شوي وو، چې پولیس هلته ورغلل او دا سړی یې له ځان سره پولیسو مرکز ته ورساوه.

نوموړی افسر زیاتوي وروسته قهریدلي خلک پولیسو مرکز ته پسې ورغلل، د سیمې په جوماتونو کې په دې هکله اعلانونه وشول او بیا خلکو د پولیسو پر مرکز حمله وکړه.

په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوې، لیدل کېږي، چې خلک د پولیسو مرکز ځینو برخو ته اور ورته کوي.

وروسته د ایالتي (صوبايي) حکومت ویاند محمد علي سیف له بي بي سي سره مرکه کې وویل، ''پولیسو دغه سړی توقیف کړی و، خو د قهرېدلو خلکو ډلې پر پولیسو مرکز له برید وروسته دغه سړی په وهلو، ټکولو له مرکزه ایستلی او وژلی یې دی.''

پاکستان

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

په یو شمېر نورو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې خلک د یوه سوځېدلي مړي په شاوخوا کې ولاړ دي او مذهبي شعارونه ورکوي.

پاکستان کې له دې مخکې هم داسې پېښې شوې، چې پر یو چا مذهب ته د سپکاوي تور پورې شي او بیا قهریدلي خلک پرې برید وکړ. شنونکي وايي، مذهب ته د سپکاوي تور لګول د خلکو راټولولو یوه عامه وسیله ګرځېدلې.

د سوات پولیسو افسر زاهدالله وايي، په سیمه کې اوس هم وضعیت تاوتریخجن دی، له کالام سیمې راتلونکی لارې او له سواته وتلې لارې په موقت ډول تړل شوې دي، خو صوبايي ویاند بیا وايي، ''وضعیت کنټرول شوی او ګڼ شمېر پولیس سیمې ته رسېدلي دي.''