د پاکستان پنجاب کې قرآن کریم ته د سپکاوي له ادعا وروسته احتجاجیانو کلیساوو ته اور ورته کړی

د عکس سرچینه، HASAM AHMAD
د پاکستان پنجاب فیصل اباد په جړانواله سیمه کې قرآن کریم ته د سپکاوي له یوې ادعا وروسته د ګڼ شمېر خلکو ډلې د ځايي عیسویانو پر مېشت ځایونو یرغل کړی او یو شمېر کلیساوو ته یې اور ورته کړی.
ځايي چارواکي وايي، د چارشنبې پر ګهیځ پر خواله رسنیو ادعا شوې وه، څې د عیسی نګري سیمې اوسېدونکو ځوانانو قران کریم ته سپکاوی کړی او له هغه وروسته پارېدلي خلک لومړی په سینما چوک سیمه کې راټول شول او وروسته یې پر کلیساوو یرغل وکړ.
ځايي پولیسو د دوو عیسوي مذهبه ځوانانو خلاف قرآن کریم او د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي قضیه ثبت کړې ده.

د عکس سرچینه، HASAM AHMAD
د قضیې په رپوټ کې د عریضه کوونکي له قوله ویل شوي چې کله د پېښې ځای ته ورسېد، د قرآن کریم پاڼې یې پر ځمکه پرتې ولیدې، چې په سره رنګ نامناسب توري هم پرې لیکل شوي وو، خو مشکوک کسان د پېښې له ځایه تښتېدلي وو. پولیس وايي، د مشکوکو کسانو نیولو لپاره هڅه کوي.
د بي بي سي خبریاله حمیرا کنول د ځايي چارواکو له قوله وايي، چې د امنیت ټینګښت لپاره رینجرز نومی ملېشه ځواک سیمه کې ځای پر ځای شوی دی. د جړانواله ښار مرکزي پولیس مرکز یوه چارواکي تائید کړې چې مظاهره کوونکو د عیسویانو یو شمېر کورونو ته هم اور ورته کړی او داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې په یو شمېر کورونو کې چور، چپاول هم شوی دی.
دا چارواکی وايي، د کرسچین کالوني نومې مېنې اوسېدونکي له کورونو وتلي او مظاهره کوونکو یې پر کورونو یرغل کړی. د ځايي کلیساوو مشر خالد مختار د بي بي سي عماد خالق سره خبرو کې وویل، ادعا شوې چې ګهیځ شپږ بجې ځینو کسانو د مسلمانانو یوه کور مخې ته قرآن کریم ته سپکاوی کړی او له هغه تر اوسه په ښار کې شپږ کلیساوو ته اور ورته کړل شوی دی.

د عکس سرچینه، HASAM AHMAD
نوموړی ادعا کوي چې د ده خپل کور هم سوځول شوی دی. د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې هم ۲۰۱۳ کال کې پر عیسوي مذهبه کسانو اسلام ته د سپکاوي له تورونو وروسته د عیسویانو پر یوه ښارګوټي یرغل شوی و، چې له کبله یې سلګونه کسان بې کوره شول.
له هغه مخکې د همدې فیصل اباد په ګوجره سیمه کې د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ تاوتریخوالي کې شپږ کسان وژل شوي وو. په هغو پېښو کې د عیسويانو نژدې څلوېښت کورونه سوځول شوي وو.





















