زېلېنسکي د اوکرایین دفاع وزیر ګوښه کړ

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د دغه هېواد دفاع وزیر الېکسیې رېزنیکوف له دندې ګوښه کړی دی.

ښاغلی رېزنیکوف د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له تمام عیاره یرغل مخکې پر دې دندې ګومارل شوی و.

د اوکرایین ولسمشر یکشنبه په خپله شپنۍ وینا کې وویل چې په دفاع وزارت کې "نویو لیدلورو" ته اړتیا ده.

د هغه پر ځای 'رستم عمروف' د دفاع وزارت رهبرۍ ته نومول شوی دی.

ښاغلی عمروف تر دې وړاندې د اوکرایین د دولتي املاکو د صندوق مشر و.

د اوکرایین ولسمشر کیېف کې خپلې شپنۍ خبري ناستې ته ویلي "زه باور لرم چې دا وزارت په ټولیزه توګه له پوځ او ټولنې دواړو سره نویو لارو چارو او د تعامل نورو بڼو ته اړتیا لري."

اوکراییني رسنیو راخیستي چې ښاغلی رېزنیکوف ښايي لندن کې د اوکرایین سفیر وټاکل شي.

د هغه په اړه ویل کېږي چې له جګپوړو بریتانیايي سیاستوالو سره یې ښې اړیکې جوړې کړې، ډېر وخت به یې د اوکرایین له لویدیزو متحدانو سره په غونډو کې برخه اخیسته او دا چې د اضافي پوځي مرستو او تجهیزاتو جلبولو لپاره د کیېف په هڅو کې یې هم کارنده نقش لوبولی دی.

خو له دې هر څه سره سره له څه مودې دا ټکل کېده چې نوموړی ښايي ګوښه کړل شي.

نوموړي تېره اوونۍ رسنیو ته وویل چې له ولسمشر زېلېنسکي سره پر نورو پوستونو کار ته چمتو دی.

اوکرایین
د عکس تشریح، الېکسیې رېزنیکووف ۷۵ کلن او د روسیې له یرغل وړاندې پر دې دنده ګومارل شوی و

اوکرایینۍ رسنیو د هغه له خولې ویلي و چې که ولسمشر زېلېنسکي ورته پر بلې پروژې له ده سره د کار فرصت وړاندیز کړي، نو دی یې ښايي ومني.

د یادونې ده چې اولېکسيې رېزنیکوف داسې مهال له دندې ګوښه کړل کېږي چې د ولودمیر زېلېنسکي په اداره کې د فساد پر ضد پراخ کمپاین پیل شوی.

د اداري فساد مخنیوي اوکرایین لپاره د اروپايي ټولنې په څېر لوېدیزو سازمانونو کې غړیتوب لپاره خورا اړین دی.

د روڼتیا د څار نړیوالې ادارې د نوملړ له مخې اوکرایین د فساد پر ضد مبارزه کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۱۶ ځای لري، خو د وروستیو کلونو فساد ضد هڅو پکې پام وړ ښه والی راوستی دی.

ښاغلی رېزنیکوف که څه هم مشخصآ پخپله پر فساد نه دی تورن شوی، خو د اوکرایین دفاع وزارت پوځ لپاره د توکو او تجهیزاتو په پېرلو کې د فساد له رسوایۍ سره مخامخ دی.

روان کال د ښاغلي رېزنیکوف مرستیال اویاچېسلاو شاپووالوف د همداسې تورونو له کبله استعفا وکړه.

پخپله ښاغلي رېزنیکوف هغه مهال ویلي و چې د روان کال په اوږدو کې ګاللي ستونزې یې له اندازې وتلې او دا چې خپل ضمیر ته کاملآ راحت دی.

د هغه ځایناستی رستم عمروف د روسیې د یرغل په لومړیو کې له دغه هېواد سره د سولې په خبرو کې د اوکرایین استازولي کوله.

د رپوټونو له مخې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د دغو خبرو پر مهال په ده او روسي میلیاردر رومان ابراموویچ کې، چې هغه هم د دغو خبرو ګډونوال و، د مشکوک مسمومیت نښې رابرسېره شوې.

خو پخپله عمروف وروسته د خپل فېسبوک پر پاڼه یوه بیان کې په دې تړاو خپاره شوي رپوټونه رد کړل او له خلکو یې وغوښتل چې پر ناتایید شویو مالوماتو دې باور نه کوي.‌

نوموړي هغه مهال بي‌بي‌سي سره خبرو کې ویلي و چې د حل‌لارې موندل زړورتیا غواړي، خو دی ژمن دی چې د دغه خونړي یرغل پای ته رسېدو لپاره یو سیاسي او دیپلوماتیک حل ومومي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د اوکرایین یو سرتېری خپل ویجاړ شوي ټانک سره

رېزنیکوف داسې مهال له دفاع وزارته ګوښ کړل کېږي چې اوکرایین له خپلو لوېدیزو متحدانو د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو له ترلاسه کولو وروسته د روسي ځواکونو خلاف خونړي ځوابي عملیات پیل کړي دي.

دغه عملیات که څه هم تر اوسه د جګړې په ډګر کې ډېر اغېزناک نه دي زباد شوي، خو اوکراییني جنرلانو یکشنبه وویل چې د هېواد په سویل کې یې د روسیې یوه مهمه دفاعي لیکه ماته کړې ده.