د دایکنډي د برید مسوولیت داعش ډلې منلی؛ دا پېښه په پراخه کچه غندل شوې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې، چې ۱۴ ولسي وګړي په دایکنډي ولایت کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
تېره شپه ناوخته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته په استولي غږیز کلپ کې ویلي و، چې وژل شوي ملکي خلک دي او دا چې د کره شمېر او د پېښې په هکله نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
ښاغلي مجاهد اوس پر ټوېټر/اېکس لیکلي، "ٔپه ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سیمه کې زموږ ١٤ تنه عام هیوادوال د انسانیت د دښمنانو لخوا په ډېري بېرحمي سره وژل شوي او ٦ نور ژوبل شوي."
رپوټونو کې ویل شوي چې وژل شوي کسان شیعه ګان دي چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ سیمې ته تللي وو. د طالبانو حکومت ویاند ویلي چې "د عاملینو د لټون" لپاره یې هڅې روانې دي.
دغو کسانو د وژلو مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلی دی.
داعش پر خپل اړوند اعماق خبري اژانس لیکلي چې وسله والو یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور ټپي کړي دي.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images

په دایکنډي کې د دغو کسانو وژل کېدل په کور د ننه او بهر غندل شوي دي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس (ټوېټر) دا برید وحشیانه او ترهګریز عمل بللی دی.
"په دایکنډي ولایت کې د ملکي وګړو وحشیانه وژنه او ډزې یو ترهګریز عمل او بشري ضد او اسلامي ضد جنایت دی.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د وژل شویو کورنيو ته وړاندې کوم او دغه جنايت په کلکو ټکو غندم او شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې شفا او پاتې کسانو ته د جميل صبر دعا کوم".
عبدالله عبدالله هم پر اېکس دا برید غندلی او دا یې یوه بېرحمانه وژنه بللې ده:
"په ډېره خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د دایکنډي ولایت ۱۴ تنه بېګناه اوسېدونکي دایکندي او غور ته په لاره کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بېرحمانه ډول په ډزو ووژل شول.
موږ په داسې حال کې چې د خپلو بېګناه هېوادوالو دغه بېرحمانه وژنه په کلکه غندو، د دې غمجنې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په افغانستان کې د بشري حقونو ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر رېچرډ بېنېټ هم دا برید غندلی دا یې د نړیوالو جرمونو نښه بللې ده.
نوموړي پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي: "
د تېرې ورځې د "اسلامي دولت" نومې (داعش-خراسان) ډلې وحشتناکه ادعا کړې -چې غور کې د دایکنډي د هزارهګانو وژنه وه، د نړیوالو جرمونو نښه ده. زه د (داعش-خراسان) د ادعا شویو بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښمن یم."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه وزارت د ویندوی ناصر کنعاني له قوله ویلي: "موږ د افغانستان په غور ولایت کې د کربلا د زیارتوالو د داعش ترهګرې ډلې جنایتکارانه برید په کلکه غندو او د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې ملاتړ کوو. له مسوولو چارواکو غواړو چې ژر تر ژره دې مجرمینو ته سزا ورکړي."

دې ډلې مخکې هم افغانستان کې پر شیعه مذهبو د ګڼو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.
دا ډله پر افغانستان سربېره په پاکستان، ایران او مرکزي اسیا هېوادونو هم متمرکزه ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې په دغه هېواد کې یې د داعش ریښې ایستلی، خو ملګري ملتونه او د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه یې لا هم لوی خطر ګڼي.
په وروستیو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف خبرداری ورکړی و چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې په پیاوړي کېدو ده.
هغه زیاته کړې وه چې دې ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې خپله مالي او لوجستیکي وړتیا پیاوړې کړې او دا چې اروپا لپاره تر ټولو لوی بهرنی ترهګریز ګواښ دی.





















