افغانستان کې د شیعه عالمانو شورا د طالبانو له حکومته د محرم پر مراسمو د محدودیتونو لرې کول غوښتي

څو ورځې کېږي چې افغانستان کې د محرم مراسم پیل شوي، خو سږ کال طالبانو پر دې مراسمو یو لړ محدودیتونه لګولي.
دې لړ کې کابل کې د شیعه مذهب د سلګونه پلویانو له خوا لاسلیک شوي غوښتنلیک کې له طالبانو غوښتنه شوي چې د دوی مذهبي ازادۍ دې نه محدودوي.
کابل کې سرچینو ویلي پام کې وه چې د دې محدودیتونو په غبرګون کې د کابل ولایت مخې ته اعتراضي غونډه وشي، خو له دې ډډه شوې او غوښتنلیک وړاندې شوی. له بلې خوا د افغانستان د شیعه دیني عالمانو شورا پرون ځانګړې غونډه کې له طالبانو غوښتي چې د محرم پر مراسمو لګول شوي محدودیتونه لري کړی.
د دې شورا غړي حسین عالمي بلخي بي بي سي ته وویل، "د وير کوونکو د غوښتنې پر بنسټ شيعه عالمان له اسلامي امارت غواړي چې د وير پر مراسمو لګولی محدوديت لېرې کړي او هېڅ ځای کې د وير مراسمو اړونده بيرغونو د پورته کولو مخه و نه نيسي."
تېره اونۍ کابل کې د شیعه مذهب یو شمېر پلویانو بي بي سي ته ویلي وو چې د طالبانو د څو ادارو چارواکي شیعه مېشتو سیمو ته ورغلي او ورته یې ویلي وو چې ځینو جوماتونو او تکیه خانو کې دې د محرم مراسم نه ترسره کېږي.
شیعه مذهبي مشر سید عیسی حسیني مزاري چې د ایران پلوی دی کابل کې خبري غونډې ته وویل طالب چارواکي دې د شته ستونزو په اړه له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.
دی وايي "محرم یو مناسب فرصت دی چې د اسلامي امارت کسان له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي، د هېواد او هغه ستونزې چې طالبانو ورسره مخامخ دي بیان کړي، که د خلکو همکارۍ ته اړتیا وي نو ودې وايي او له خلکو سره له نژدې اړیکي ټينګ کړي."

د عکس سرچینه، @KABUL_GOVERNOR
خو د طالبانو حکومت وايي د محرم مراسمو لپاره یې اړین تدابیر نیولي، د کابل والي محمد قاسم خالد وايي د دې تدابیرو د یوې برخې په توګه امنیتي او فرهنګي کمیټې جوړې شوې.
نوموړی وايي "دواړه کمیټو غونډې کړي او داسې پلان جوړ شوی چې که خدای کول شیعه وروڼه به وکولی شي د امن فضا کې مراسم ترسره کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلويزيون خبر ورکړی چې، د کابل والي د شيعه عالمانو سره په ليدنه کې ډاډ ورکړی چې د محرم په ورځو کې د ښه امنيت خونديتوب په موخه يې امنيتي تدبيرونه نيولي او شته ستونزو او وړانديزونو ته د رسېدو او حل کېدو ډاډ يې ورکړی دی.
یوه اونۍ وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو د محرم مراسمو لپاره ازادي شته او محدودیتونه د شیعه دیني عالمانو سره په مشوره وضع شوي دي.
افغانستان کې د اهل تشيع علماوو او مخورو د ټولنې مشر سيد حسن فاضل ملي تلويزيون سره په مرکه کې لګول شوي "محدوديتونه د خير او امنيت خونديتوب" لپاره بللي دي.
خو د شیعه عالمانو شورا وړاندې ویلي وو چې محدودیت د منلو نه دی او په دې برخه کې د بیا غور غوښتنه کوي.
د شيعه مذهب لارويان وايي چې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د دوی مذهب ته پام نه کېږي او د پوهنتون له نصابه هم جعفري فقه لرې کړل شوې ده.























