انځورونه؛ د هند جمهوریت ورځې لمانځنه کې د ښځو مخکښ رول

د عکس سرچینه، REUTERS
هند د خپل جمهوریت ۷۵مه کلیزه لمانځي. سږ کال یې دا ورځ لا نوره رنګینه ولمانځله او مشر میلمه یې د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون و.
هند هر کال په دې ورځ د خپل اساسي قانون او یو خپلواک جمهوریت د جوړېدو کلیزه لمانځي.
دا پوځي پرېډ او ځانګړي مراسم د هند پلازمېنه ډیلي کې جوړ شوي وو. پرېډ په هغه کلا کې وشو چې د اوومې پیړۍ یو یادګار بلل کېږي. دلته یې ځینې انځورونه ګورو چې ښځو په کې مخکښ رول درلوده.

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون په یوې ډېري ښکلي جوړ شوي اس ګاډي کې د جشن ځای ته ورغی

د عکس سرچینه، REUTERS
رسم ګذشت کې کولتوري او پوځي ننداره وړاندې شوه. د لومړي ځل لپاره د پوځ، هوايي ځواک او سمندري ځواکونو کنډکونو کې د ښځو ډلې هم وې چې په رسم ګذشت کې تېرې شوې.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، REUTERS
د لومړي ځل لپاره د وسله والو ځواکونو او نیمه پوځي ځواکونو څو قطعې د ښځو په مشرۍ رسم ګذشت کې برخه واخیسته.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د هند د سرحدي ځواکونو کنډکونه په اوښانو سپاره رسم ګذشت کې تېر شول.

د عکس سرچینه، REUTERS
د لومړي ځل لپاره د فرانسې د پوځ یوې ډلې د هند د اردو، سمندري، هوايي ځواک، او نیمه پوځي ځواکونو ترڅنګ په دې پرېډ کې برخه لرله

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، AFP


















