'خیبرپښتونخوا کې وسله وال بریدونو لپاره 'بزبزک' وسله کاروي'

د عکس سرچینه، Getty Images
خیبرپښتونخوا کې په دې وروستیو کې د بریدونو او امنیتي پېښو ډېرېدو ته په کتو د پولیسو د وړتیا لوړولو لپاره ګامونه اخیستل کېږي.
پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي داسې نښې نښانې لیدل شوې چې وسله وال د بریدونو لپاره د 'ترمل سایټ' په ګډون پرمختللې وسلې کاروي.
دغه وسله په بزبزک هم مشهوره ده او په وروستیو کلونو افغانستان کې هم د وسله والو لخوا کارېده.
پاکستاني چارواکي وايي دا وسلې له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته له ډیورنډ کرښې هاخوا ور اړول شوې دي.
د پاکستان امنیتي ادارو اوس د خیبرپښتونخوا ځینو سیمو کې پولیسو ته هم وسله والو سره مقابلې لپاره همدا وسله ورکړې ده.
لږ تر لږه په بنو، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان او ټانک کې پولیسو ته په نوې ټکنالوجۍ د دې سمبال وسلې ورکړه تایید شوې ده.
پاکستان کې چارواکي هیله من دي چې دغه وسله به د دوی امنیتي ځواکونه د ترهګرو خلاف روانه جګړه کې برلاسه کړي.
'ترمل سایټ' یا بزبزک څه شی دی؟

د عکس سرچینه، Taliban Media
د پوځي شنونکو په وینا 'ترمل سایټ' داسې ټکنالوجي ده چې د ژوندیو موجواتو له تنه وتونکې تودوخه ښکاروي چې له دې سره د جسم سکېج لیدل کېدای او بیا د وسلې په وسیله هدف ګرځېدای شي.
دا ټکنالوجي د شپې تیاره کې هم کار کوي او کاروونکي ته د مقابل لوري د لیدلو وړتیا وربښي.
د دفاعي چارو یوه کارپوه محمود شاه بي بي سي ته ویلي 'دا یوه داسې ټکنالوجي ده چې له ټرانسمیټره یې وړانګې وځي، له مقابل لوري سره تر لګېدو وروسته بېرته راګرځي او د تودوخې درجې مالومات یې ورکوي.'
دی زیاتوي چې له دې ټکنالوجۍ د شپې د دوربین په توګه هم ګټه اخیستل کېږي، چې پر سپکو وسلو سربېره پر ټانکونو او زغره والو ګاډو هم لګول کېدای شي.
د ترمل سایټ کارېدل
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري څو ورځې وړاندې د پېښور پرېس کلب کې د یوې پوښتنې ځواب کې وویل "د اندېښنې وړ ده چې د وسله والو لخوا څو وروستیو بریدونو کې د ترمل سایټ په څېر د پرمختللو وسلو د کارېدو نښې نښانې لیدل شوې."
هغه زیاته کړې وه چې د وسله والو لخوا د دغو وسلو د کارېدو شواهد ډېره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، ټانک او مردان کې لیدل شوي.
ښاغلي انصاري ویلي و د دوی مالومات ښيي چې دا پرمختللې وسله له ناټو ځواکونو افغانستان کې پاتې شوې او وسله والو ته په لاس ورغلې ده.

د عکس سرچینه، Taliban Media
دا لومړی ځل دې چې پاکستان کې د دومره لومړې کچې امنیتي چارواکی وسله والو سره د دې ټکنالوجۍ او وسلې موجودیت تاییدوي.
اوس له دغو وسلو سره مقابلې لپاره په لومړي ځل د خیبرپښتونخوا پولیسو ته هم ترمل سایټ ټکنالوجي او نښه ویشتونکي ټوپک ورکړ شوي دي.
د پولیسو یوه بل چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط بي بي سي ته منلې چې د دوی اړونده سیمه کې امنیتي کسانو ته د دې ټکنالوجۍ د کارولو روزنه هم ورکړ شوې ده.
د پاکستان حکومتي سرچینې وایي افغانستان کې واک ته د طالبان له راګرځېدو وروسته خیبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې او بریدونه ډېر شوي دي.
د دغو بریدونو پړه تر ډېره ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخلي.
دوی تر ډېره د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او پولیسو بریدونه کوي.





















