اسرائیل او حماس ترمنځ د لنډمهاله اوربند وروستۍ ورځ؛ بایډن وايي د غځېدو هڅه یې کوي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیل له بنده د فلسطینیانو د خلاصون خوښي
د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه کې د رامنځته شوي ځنډ غځېدو لپاره د هڅو خبر ورکړی.

جو بایډن ویلي حکومت به یې د هغې "هوکړې د غځېدو" هڅه وکړي، چې له مخې یې د حماس لخوا یو شمېر یرغمل شوي ازاد او دمګړۍ غزه کې جګړه درېدلې ده.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې نن دوشنبه د اسرائیل او حماس ترمنځ د لنډمهاله اوربند وروستۍ ورځ ده، خو د غځېدو لپاره یې دیپلوماتیکې هڅې او هېلې دوام لري.

رپوټونه وايي په دې لړ کې د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري له خپل امریکايي همپوړي 'انتوني بلېنکن' سره د لنډمهاله اوربند د غځېدو پر وړاندې پر پرتو خنډونو او یوه دایمي اوربند ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

هممهاله فرانسې هم هیله ښودلې چې غزه کې د اوربند هوکړه د حماس لخوا د ټولو یرغمل شویو تر ازادېدو پورې دوام وکړي.

د یادونې ده چې حماس له اسرائیل سره جګړه کې د رامنځته شوي ځنډ غځېدو او د نورو بندیانو تبادلې ته چمتووالی ښودلی، خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا ویلي چې هېڅ شی به یې خپلو اهدافو ته له رسېدو راونه ګرځوي.

په دغو اهدافو کې د ټولو یرغملو پر خلاصون سربېره د حماس لمنځه وړل هم شامل دي.

بایډن

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسمشر حماس لخوا غزه کې د نورو ساتل کېدونکو یرغملو د خوشې کېدو احتمال په اړه وویل "هیله من یو، خو دمګړۍ په پریکنده ډول څه نشو ویلی."

هغه زیاته کړې "موږ د داسې فرصت په لټه کې یو چې دا مسئله پای ته ورسوو – چې ټول یرغمل شوي ازاد شي او حماس، څنګه یې ویلی شو؟ نور د غزې پر یوه برخه هم کنټرول ونلري."

ښاغلي بایډن همدا راز د یو شمېر یرغملو د ازادېدو اوسنۍ هوکړه هم د امریکا د کارنده او جدي دیپلوماسۍ پایله بللې ده.

هغه ویلي "فشارونو ته دوام ورکوو او تمه لرو چې نور امریکایان به هم ازاد شي... تر هغو چې هر یرغمل شوی کس خپلو خپلوانو ته نه وي ورستون شوی، له کاره لاس نه اخلو."

دا په داسې حال کې ده چې یوه جپګوړي فلسطیني چارواکي بي‌بي‌سي ته ویلي، حماس له اسرائیل سره د خبرو منځګړو ته ویلي که اوربند له دوو تر څلورو نورو ورځو غځېږي نو دوی چمتو دي‌ چې ۲۰ نور یرغمل کړي له ۴۰ فلسطیني بندیانو سره تبادله کړي.

خو د رپوټونو له مخې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا د امریکا ولسمشر جو بایډن ته خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونه به یې جګړه کې د اوسني ځنډ له پای ته رسېدو سره سم غزه کې عملیات په بشپړ ځواک له سره پیل کړي.

اسرائیل

د عکس سرچینه، Avi Ohion / L.A.M

د عکس تشریح، بنیامین نتنیاهو یکشنبه غزې تراړه کې له خپلو ځواکونو سره کتلې دي

ښاغلي نتنیاهو ویلي دا چې ځواک، توان، اراده او هوډ هر څه لري، نو هېڅ شی به یې خپلو ټاکلو اهدافو ته له رسېدو راونه ګرځوي.

د اسرائیل لومړی وزیر وايي "موږ جګړې ته درې اهداف لرو. د حماس لمنځه وړل، د ټولو یرغملو ستنول او دا ډاډمنول چې بیا به له غزې اسرائیل ته ګواښ نه پېښېږي."

هغه دا څرګندونې غزې ته د سفر او هلته خپلو ځواکونو سره د لیدو پر مهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکلې نن دوشنبه د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوسني لنډمهاله اوربند پر وروستۍ ورځ د حماس لخوا یو شمېر نور یرغمل شوي او د اسرائیل لخوا فلسطیني بندیان ازاد شي.