حماس ۱۴ اسرائیل او درې بهرني یرغمل سره صلیب ته سپارلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلي پوځ وايي، حماس ۱۴ اسرائیل او درې بهرني یرغمل د سره صلیب نړیوالې کمټې ته سپارلې دي، چې یو روسي الاصله اسرائیلی هم پکې شامل دی.
حماس هم یادې کمېټې ته د یرغمل کسانو سپارل تایید کړي دي.
حماس ویلي، په یرغمل نیول شوی دا روسي وګړی یې "د پوتین د هڅو په ځواب کې" ازاد کړی دی.
د حماس پر رسمي وېب پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کاږي: "د اسلامي مقاومت غورځنګ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هڅو او له فلسطینه د هغه د ملاتړ په غبرګون کې یو روسي وګړی ازاد کړ."
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، دا یرغمل کسان د غزې په شمال کې سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارل شوي دي.
ورته وخت کې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې تړانګې ته تللی دی او هلته یې اسرائیلي پوځ سره لیدلي دي.
نوموړې ویلي : " مونږ دلته له خپلو ااتلو جنګیالیو سره په غزه کې یو. مونږ د خپلو برمته شویو کسانو د بېرته راستنولو لپاره هر اړخیزې هڅې کوو او بلاخره به ټول بېرته راستانه کړو."

د عکس سرچینه، Avi Ohion / L.A.M
هغه همدا راز ویلي: "مونږ درې موخې لرو، د حماس له منځه وړل، د ټولو برمته شویو کسانو بېرته راستنول او دا یقیني کول چې غزه بیا د اسرائیلو دولت ته په ګواښ نه بدلېږي."
ښاغلي نتنیاهو زیاته کړې: "زه ټولو اسرائیلي وګړو ته دا وایم چې مونږ بریا ته تر رسېدو دوام ورکوو، هېڅ څه زمونږ مخه نه شي نیولی. مونږ جګړه کې ټولو اهدافو ته د رسېدو لپاره ځواک او هوډ لرو او دا کار به ترسره کوو."
سبا د حماس او اسرائیلو تر منځ د لنډ مهالي څلور ورځني اوربند وروستۍ ورځ ده.
د دې هوکړې له مخې د څلور ورځني اوربند په موده کې به ټولټال ۵۰ اسرائیلي یرغمل ازاد کړل شي.
اسرائیلو هوکړه کړې، چې د هر اسرائیلي یرغمل کس د ازادولو په بدل کې به درې فلسطیني زندانیان ازادوي.






















