امريکا د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اړونده ادارې سره مرستې ځنډولې دي

د عکس سرچینه، REUTERS
د امریکا متحده ایالتونو وروسته له هغه د فلسطیني کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې انراوا ته مالي مرستې ځنډولې، چې یو شمیر مامورین، د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس برید کې پر لاس لرلو تورن شول.
د ملګرو ملتونو د دغې ادارې مشر فېلېپ لازارین ویلي په دغه تور ۱۲ مامورین په سملاسي ډول په دې موخه له کاره شړل شوي دي چې هلته د بشري مرستو رسولو لپاره د یادې ادارې وړتیا خوندي کړي.
نوموړي همدارنګه ويلي، د هغو معلوماتو په اړه پلټنه روانه ده، چې اسرائیلو دوی ته ورکړي دي.
اسرائیلي چارواکو ویلي، د انراوا ځینو ښوونکو د اکتوبر اوومې پېښه په خوشحالیو لمانځلې او د یوې یرغمل شوې له قوله یې ویلي چې هغه د یادې ادارې د یوه کارکوونکي په کور کې ساتل کېده.
د انراوا مرستندویه ادارې مشر فېلېپي لازاریني وايي په دې اړه يې پلټنه پیل کړې ده.
د اسرایلو د لومړي وزیر سلاکار مارک ریګو بي بي سي ته وویل، د اکټوبر د اوومې په بریدونو کې د حماس "هغه کسان شامل وو چې د انراوا لخوا پیسې ورکول کېدې."
خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجارېک ویلي ښاغلی ګوتېریش دغو رپوټونو وېرولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په بريدونو کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو ښکېلتيا ژور اندېښمن کړي دي.
اروپايي ټولنې هم په یوه بیان کې ويلي چې د دې تورونو په اړه "ډېر اندیښمن" دي او راتلونکي ګامونه به "د بشپړې او هراړخیزه پلټنې پایلو پر اساس" ارزوي.
امریکا، جرمني او اروپايي ټولنه د انراوا ترټولو ستر تمویل کوونکي دي.
دا اداره په غزه، لوېدیځه غاړه، اردن، سوریه او لبنان کې فلسطینیانو ته تعلیمي، روغتیايي او بشري مرستې چمتو کوي.
د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا په یوه بې ساري برید کې ۱۳۰۰ اسرائیلیان، چې ډېری یې ولسي وګړي وو، ووژل شول. ۲۵۰ تنه نور کسان یرغمل شول.
بل پلو د غزې روغتيايي اداره چې د حماس تر کنټرول لاندې ده وايي د اسرائيلو غچ اخيستونکو بريدونو کې تر ۲۶ زره ډېر فلسطينيان وژل شوي دي.






















