د بریتانیا پارلمان کې له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو بهیر د څرنګوالي ارزولو غونډه جوړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو جرګهګۍ له افغانستانه د دغه هېواد د راوتلو څرنګوالي او د هغو سپارښتنو په تړاو د لیکلو شواهدو د ورسپارلو غوښتنه کړې چې حکومت ته یې د دغه بهیر په تړاو کړې وې.
دې کمېټې ویلي چې راتلونکې میاشت به د اړوندو شواهدو د وړاندې کېدو په تړاو یوه ناسته ترسره کړي.
تېر کال د دې کمېټې په پلټونکي رپوټ کې ویل شوي وو چې له افغانستانه د بریتانیا حکومت د راوتلو بهیر د چمتووالي او سمبالونې په برخو کې له ګڼ اړخیزو ستونزو ډک و.
د بریتانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي وو چې د حکومت ته یې د سمون او ارزونې لپاره یو لړ سپارښتنې کړې وې.
ټاکلې له افغانستان د بریتانیا د وتلو د څرنګوالي په تړاو د دغه هېواد پارلمان کې دا ځانګړې ناسته د اکتوبر پر ۱۷مه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د دوی پخواني رپوټ ته د حکومت ځواب وینه هم وارزول شي.
د بریتانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې د دغې غونډې تر جوړېدو مخکې له افغانستانه د بریتانیا د وتلو کړکېچن بهیر ته د حکومت د رسیدنې او پخواني رپوټ کې د شویو سپارښتنو عملي کولو کې د پرمختګ په اړه په لیکلې بڼه د شواهدو د ور استولو غوښتنه شوې ده.
دې کمېټې تېر کال په مې میاشت کې په خپل رپوټ کې ویلي و چې د دوی حکومت له افغانستانه د وتلو لپاره د چمتووالي، پلان جوړونې، دیپلوماسۍ او استخباراتي برخو کې سیستماتیکې تېروتنې کړې وې.
دغې کمېټې پر خپل ویب سایټ یوه ځانګړې پاڼه هم جوړه کړې او له ښکېلو کسانو یې غوښتي چې که شواهد لري نو د اکتوبر تر دریمې نیټې پورې دې یې دوی ته په لیکلې بڼې واستوي.
دغه کمېټې غواړي له دې لارې په تېر یوه کال کې د دوی رپوټ ته د حکومت د ځواب ویلو او سپارښتنو کې د عملي پرمختګ ارزونه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې کې د افغانانو د مېشتولو بهیر کې د پرمختګ، د اړوندو ادارو په پلان جوړونه، چمتووالي او ناوریني حالاتو کې د چټک غبرګون ښودلو ارزونه هم شامله ده.
دې جرګهګۍ پر دې سربېره له افغانستان سره په امنیتي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، بشري حقونو او نورو برخو کې د خپل حکومت د اړیکو په هکله هم د شواهدو د ور استولو غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا د پارلمان غړو د تېر کال په رپوټ کې له افغانستان د خپل هېواد وتل ناورین، خیانت او ناکامي بللي او ټینګار کړی و چې دغه ناکامي به د دوی ملي ګټو ته زیان ورسوي.
دوی ویلي وو د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د دوی په ځواب کې منلې وه چې له افغانستانه د وتلو بهیر کې د دوی لپاره مهم درسونه وو چې په راتلونکې کې به په دغه ډول کړکېچنو حالاتو کې ګټه اخلي.
د روان کال په فبرورۍ کې د بریتانیا پارلمان دفاعي کمېټې هم ویلي وو چې له افغانستان د ناوریني وتلو پلټنه باید وشي، او دا یې د بریتانیا په پوځي تاریخ کې یو تور څپرکی بللی و.






















