د نړیوال جام له کټلو وروسته هندۍ لوبډله هېواد ته رسېدلې، مودي یې هرکلی کړی

teamindia

د عکس سرچینه، BCCI

د عکس تشریح، مودي، له خپلو اتلانو سره مې "عالي" ناسته درلوده.
د خپرېدو وخت

د هند د کرېکټ ملي لوبډله چې د شل اوریز نړیوالو لوبو د اتلولۍ جام یې ګټلی، هند ته په رسېدو یې تود هرکلی شوی دی.

په نوي ډهلي کې ګڼ خلک، د لوبډلې لیدو ته ورغلي وو. د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ هندۍ اتلې لوبډلې خپله لومړۍ لیدنه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لومړي وزیر په استوګنځي کې کړې ده.

د ښاغلي مودي اړوند خواله رسنیو پاڼو د دې لېدنې انځورونه هم خپاره کړي دي.

ښاغلي مودي ویلي، له خپلو اتلانو سره یې "عالي" ناسته درلوده: " نن د کرېکټ نړیوال جام د ګټونکې لوبډلې کوربه وم، له هغوی سره مې د دې نړیوال جام د خاطراتو په اړه نه هېریدونکې خبرې درلودې."

j

د عکس سرچینه، Virat Kohli

د عکس تشریح، ویرات کوهلي، له تاسو مننه کوم چې موږ مو خپل هستوګنځي ته را وبللو.

په دې لیدنه کې د هند د کرېکټ بورډ مشر روګر بینای او سکرتر جای شاه هم ګډون درلود.

د هند لوبغاړو هم په خپلو اړوندو پاڼو خوښي څرګنده کړې چې لومړي وزیر یې له ټولو مخکې دوی ته بلنه ورکړې ده.

ویرات کوهلي چې د نړیوال جام د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی هم و،‌ پر اېکس (تویټر) لیکلي: "له لوموړي وزیر سره لیدنه لوی ویاړ دی، له تاسو مننه کوم چې موږ مو خپل هستوګنځي ته را وبللو."

"د اتلولۍ پرېډ بس"

f

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، هندي رسنیو د هغه لوی بس ویډیوګانې هم خپرې کړې چې ټاکل شوې لوبډله به د خلکو د هرکلي لپاره بېلابېلو سیمو ته بیایي.

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې د دې بري لپاره په ټول هېواد کې د نمانځنې لوی پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

هندي رسنیو د هغه لوی بس ویډیوګانې هم خپرې کړې چې ټاکل شوې لوبډله به د خلکو د هرکلي لپاره بېلابېلو سیمو ته بیایي.

دغه بس ته "اتلولۍ پرېډ بس" نوم ورکړل شوی او ټولې برخې یې د لوبغاړو په انځورونو پوښل شوې دي.

د لوبډلې مینه وال یې وایي، دوی له ۲۰۰۷ کال وروسته یو ځل بیا هغه جشن نمانځي چې لوبډلې یې نړیوال جام ورته ګټلی دی.

ددې جشن د نمانځلو لپاره د هند په ممبی ښار کې یو مراسم په پام کې دي.

y

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام پای لوبه له سویلي افریقا وګټله.

د یادولو ده چې هند د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام پای لوبه له سویلي افریقا وګټله.

یاده سیالي د شنبې په ورځ د جون په ۲۹م د ویسټ انډیز په باربیډوس ټاپو کې شوې وه.

په نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا افغانستان ته ماته ورکړې وه.

د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان یوه لوبډله په نړیوال جام سیالو کې نیمه پایلوبې ته وځي.‌