تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړیوال جام له کټلو وروسته هندۍ لوبډله هېواد ته رسېدلې، مودي یې هرکلی کړی
د هند د کرېکټ ملي لوبډله چې د شل اوریز نړیوالو لوبو د اتلولۍ جام یې ګټلی، هند ته په رسېدو یې تود هرکلی شوی دی.
په نوي ډهلي کې ګڼ خلک، د لوبډلې لیدو ته ورغلي وو. د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ هندۍ اتلې لوبډلې خپله لومړۍ لیدنه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لومړي وزیر په استوګنځي کې کړې ده.
د ښاغلي مودي اړوند خواله رسنیو پاڼو د دې لېدنې انځورونه هم خپاره کړي دي.
ښاغلي مودي ویلي، له خپلو اتلانو سره یې "عالي" ناسته درلوده: " نن د کرېکټ نړیوال جام د ګټونکې لوبډلې کوربه وم، له هغوی سره مې د دې نړیوال جام د خاطراتو په اړه نه هېریدونکې خبرې درلودې."
په دې لیدنه کې د هند د کرېکټ بورډ مشر روګر بینای او سکرتر جای شاه هم ګډون درلود.
د هند لوبغاړو هم په خپلو اړوندو پاڼو خوښي څرګنده کړې چې لومړي وزیر یې له ټولو مخکې دوی ته بلنه ورکړې ده.
ویرات کوهلي چې د نړیوال جام د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی هم و، پر اېکس (تویټر) لیکلي: "له لوموړي وزیر سره لیدنه لوی ویاړ دی، له تاسو مننه کوم چې موږ مو خپل هستوګنځي ته را وبللو."
"د اتلولۍ پرېډ بس"
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې د دې بري لپاره په ټول هېواد کې د نمانځنې لوی پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
هندي رسنیو د هغه لوی بس ویډیوګانې هم خپرې کړې چې ټاکل شوې لوبډله به د خلکو د هرکلي لپاره بېلابېلو سیمو ته بیایي.
دغه بس ته "اتلولۍ پرېډ بس" نوم ورکړل شوی او ټولې برخې یې د لوبغاړو په انځورونو پوښل شوې دي.
د لوبډلې مینه وال یې وایي، دوی له ۲۰۰۷ کال وروسته یو ځل بیا هغه جشن نمانځي چې لوبډلې یې نړیوال جام ورته ګټلی دی.
ددې جشن د نمانځلو لپاره د هند په ممبی ښار کې یو مراسم په پام کې دي.
د یادولو ده چې هند د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام پای لوبه له سویلي افریقا وګټله.
یاده سیالي د شنبې په ورځ د جون په ۲۹م د ویسټ انډیز په باربیډوس ټاپو کې شوې وه.
په نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا افغانستان ته ماته ورکړې وه.
د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان یوه لوبډله په نړیوال جام سیالو کې نیمه پایلوبې ته وځي.