د افغان ژورنالیستانو ټولنو ګډ فدراسیون جوړ شو

د خپريدو وخت: 12:40 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

له دغه کاره یې موخه یو موټي کېدل او په یوه خوله د خبریالانو د حقونو ملاتړ دی.

نن (یکشنبه/جنوري ۲۰) په کابل کې د افغانستان د ژورنالېستانو بېلابېلو ټولنو د یوه ګډ فدراسیون جوړولو اعلان وکړ.

په دغه فدراسیون کې اوسمهال د خبریالانو لس ټولنې غړیتوب لري او چارواکي یې وايي، چې د وینا د خپلواکۍ او رسنیو ملاتړ نورې ټولنې هم پکې ګډون کولای شي.

دوی همدراز وايي، چې په تېر کې هم دغو ټولنو د خبریالانو د حقونو لپاره غږ پورته کړی، خو زیاتوي، چې د دغه ګډ فدراسیون له لارې به دوی ټول سره یو موټی شي او په ګډه به په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره کار کوي.

خپلواک ساپی د افغانستان خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې مشري کوي او د دغه نوي فدراسیون غړی دی.

ښاغلي ساپي همداراز وویل، چې اوسمهال به دغه فدراسیون د غړو ټولنو د استازو په ګډون د یوې جوړې شوې شورا لخوا اداره کېږي او کوم ځانګړی مشر او مرستیال نه لري.

د افغانستان د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مشر زبیر شفیقي وویل، چې د دغه فدراسیون د رامنځته کېدو یوه موخه په افغانستان کې د ژورنالېزم د مسلکي ارزښتونو پاللو ته پام کول دي.

افغان دولت له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د وینا خپلواکۍ او خبریالانو د خوندیتوب ژمنې کوي.

خو له دې سره سره په دغه هېواد کې اوس هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې تر سترګو کېږي.

د دې ډول وروستۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي امنیت ادرارې پر یوې ودانۍ د وسله والو د برید پر مهال دوه تنه خبریالان د دغې څارګرې ادارې د کارکوونکو لخوا ووهل شول او سپکې سپورې ورته وویل شوې.

د افغانستان د ژورنالېستانو د فدراسیون چارواکي وايي، د دغه ډول پېښو پر وړاندې په یوه خوله غږ پورته کول یې اره موخه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .