BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, اسماعیل بقايي: امریکا پر ایران د اسرائیلو د "تېري مسؤله" ده
د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له خولې خبر ورکړی چې هغه په یوه خبري کنفرانس کې امریکا پر ایران د اسرائیل د "تېري مسؤله" بللې ده. د اسرائيلو تر بریدونه مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ رسنیو ته ویلي وو چې له بنیامین نتنیاهو به وغواړي چې د ایران د بریدونو غچ وانخلي. خو اسرائيل وروسته ځوابي بریدونه پيل کړل چې تر اوسه روان دي. په یمن کې حوثیانو هم ویلي چې پر اسرائیل یې بریدونه کړي دي. تهران کې بیا د تازه چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې احتجاجونو کې اوه کسان وژل شوي
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پر ''جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې'' له بندیز لګولو وروسته ځايي چارواکو د دې سیاسي تنظیم ۳۱ غړي نیولي دي.
کرېکټ: د هند د ۵۶۴ منډو په تعقيب کې افغان لوبډله په ۱۵۲ منډو وسوځېده
د هند او افغانستان تر منځ په نیو چندیګړ کې پر دوشنبه د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبه هند لوبډلې د اننګز او ۳۰۰ منډو په خورا لوی توپیر سره وګټله.
ساینسپوهان: فیفا په فوټبال نړیوال جام کې د تودوخې له کبله د لوبغاړو خوندیتوب له خطر سره مخامخوي
د نړۍ د مخکښو ساینسپوهانو یوې ډلې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا ته خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د نارینهو د فوټبال په نړیوال جام کې یې له تودوخې د لوبغاړو د خوندي ساتلو لپاره "کافي" لارې چارې نه دي سنجولې او ښايي هغوی له جدي خطر سره مخ کړي.
هرات کې د حجاب نه مراعتولو له امله د مېرمنو پر"نیولو" د یوناما اندېښنه؛ چارواکي وايي"هېڅوک نه دي نیول شوي"
هرات کې ځايي خلک وايي له شنبې ورځې د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو لخوا د حجاب د نه مراعتولو د تورونو په تړاو یو شمېر ښځې نیول شوي دي. خو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت بي بي سي ته ویلي چې "ښځې نیول شوې نه دي یواځې د حجاب په تړاو سپارښتنې، پیغامونه، اوامرونه شوي دي". ملګرو ملتو د مېرمنو د نیول کېدو راپورونه د " اندېښنې وړبللې دي".
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
شيخ المنشاوي: "د تلاوت شهزاده" چې راډیو ته له ورتګه یې انکار وکړ خو راډیو یې کور ته ورغله
"هغه له رڼا نه رڼا و او د یو ستوري په څېر و چې له یوه لوی ستوري راغلی وي او انسان د هغه په اړه له دې پرته بل څه نه شي ویلای چې هغه د غوره ونو له غوره مېوو دی." په دغو تورو د مصر قاري مرحوم قاري شیخ فتحي الملیجي خپل همکار شیخ محمد صديق المنشاوي ستایلی دی. دا نرم او له شکستګۍ ډک غږ چې د عربي او اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې شهرت وموند، د "المنشاوي" د کورنۍ یوازېنی ځانګړی استعداد نه و؛ بلکې شیخ محمد صديق د "د قرآن کریم د حاملانو" له نسله و، لکه څنګه چې هغه په یوه مرکه کې د مصر راډیو ته ویلي وو.
د ټکټونو لوړې بیې ته غبرګون: 'د نړیوال جام مینهوال یم، خو د ټکټونو بیې یې ډېرې لوړې دي'
ګویدو پېرالټا، چې یو محاسب او د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دایمي ملاتړی دی، په قطر کې د تېر نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سم د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د پیسو سپما پیل کړه. خو هغه داسې فکر نه کاوه چې د دومره ډېرو پیسو سپما ته به یې اړتیا پېښه شي. هغه چې تر پایلوبې پورې یې ټولو سیالیو ته ټکټونه اخیستي، بي بي سي ته وویل: "قطر کې مې ټکټونه ۱۴۷۰ ډالره وو. د دې نړیوال جام لپاره مې لا دمخه ۶۹۶۰ ډالر پر ټکټونو ورکړي دي."
"د ایورېسټ غره معجزه"؛ غرختونکو مړ ګڼلی لارښود شپږ ورځې وروسته ژوندی راغی
د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی. دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.
په هرات کې د یهودانو تاریخي حمام، د طالبانو حکومت وايي د پلور لپاره نه دی
په دې وروستیو کې د هرات د یهودیانو پاتې شوې تاریخي ودانۍ چې «حمام موسایيها» نومېږي، د پلور لپاره د وړاندې کېدو خبرونه یې رسنیز شوو. د بيبيسي افغانستان څانګې له دې تاریخي ځای څخه لیدنه کړې او د دې سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره یې د دې ځای او د هرات د یهودیانو د ژوند د مخینې په اړه خبرې کړې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۸ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۷ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































