چین کې د (سودرن ویکلي) خبریالانو منلې چې د سانسور پر وړاندې به خپل اعتراض پای ته ورسوي او خپلو دندو ته به ستانه شي. د هغې هوکړې له مخې چې د سې شنبې په ورځ وشوه، خبریالانو ته به جزا نه ورکول کېږي. خو دا لا جوته نه ده چې د تبلیغاتي چارواکو له خوا به د سرمقالو په محتوا لګیدلی سانسور بند کړای شي او که نه.
دغه اعتصاب د هغو سرمقالو د لېرې کولو په موخه شوی و چې سیاسي ازادیو ته یې ضربه رسولې وه او له همدې امله د چین په سویلي ښار ګوانګژو کې یو لړ لاریونونه د خبریالانو په ملاتړ ترسره شول.












