د رسنیو د څار د يوې افغاني ادارې په کلني راپور کې راغلي چې سږکال په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۹ پیښې ثبت شوي دي.
ددغه راپور له مخې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې دوه خبریالان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي چې په همدې موده کې د لنډې مودې لپاره درې خبریالان زنداني شوي، ۱۱ نورو ته سپکاوی شوی او ۲۵ تنه ګواښل شوي دي.
ددغې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي له خبریالانو سره د تاوتریخوالي زیاتره پیښې د دولتي کارکوونکو له خوا شوي دي












