
د فیسبوک پر ټولنیزې شبکې د دغې پېښې ویډیو له خپرېدو وروسته د ډېرو خلکو پام ور واوښت
د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، د دوی د کارکوونکو له خوا د دوو تنو خبریالانو وهل او رټل قصدي نه وو او دا یو ناسم پوهاوی بولي.
دغه اداره وايي، چې په پېښه کې د دوی ښکېلو کارکوونکو دغو خبریالانو ته په خپل یاد عمل پښېماني څرګنده کړې ده.
د دې ادارې چارواکي ټینګار کوي، چې له ټولو کارکوونکو یې غوښتي چې د پېښو پر مهال د خبریالانو امنیت وساتي او د دوی د کار مخنیوی و نه کړي.
د تېرې چهار شنبې په ورځ د ملي امنیت پر یوې ودانۍ د وسله والو د برید پر مهال دوه تنه خبریالان د ملي امنیت د کارکوونکو لخوا وهل شوي وو او سپکې سپورې ورته ویېل شوې وې.
د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونو هم د امنیتي کسانو په یاد عمل اعتراض کړی دی.
د خبریالانو د وهلو ټکولو او رټلو یادې پېښې ته د فیسبوک پر ټولنیزې ویبپاڼې د دغې ویډیو له خپرېدو وروسته د ډېرو خلکو پام ور واوښت.
په دغه صحنه کې د ملي امنیت کارکوونکي ښوول کېږي، چې دوه تنه خبریالان په څپېړو وهي او سپکې سپورې ورته وايي.
له پېښې درې ورځې وروسته د ملي امنیت ادارې دغه دوه تنه خبریالان خپل دفتر ته وروبلل او دوی ته یې د یادې پېښې له کبله خپله پښېماني څرګنده کړه.
د دغې څارګرې ادراې یوه ویاند شفیق الله طاهري وویل، د ملي امنیت کارکوونکو یاد عمل د ناسم پوهاوي پر بنسټ تر احساساتو لاندې تر سره کړی و.
ده همداراز وویل، چې له خپلو ټولو کارکوونکو یې غوښتي چې د پېښو پر مهال د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي او د دوی د کار مخنیوی و نه کړي.
یادې پېښې پر امنیتي کارکوونکو د خبریالانو د حقونو د ملاتړ ټولنو اعتراضونه راوپارول.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټ نۍ وايي، چې دغه پېښه په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوازنۍ قضیه نه ده.
د دغې ادارې مشر صدیق الله توحیدي وايي، له تېرو لسو کلونو راهیسې خبریالان د امنیتي کارکوونکو له لاسه له ځور او کړاو سره مخ دي.
د خبریالانو وهل ټکول، ځورول، تښتول او ان وژل کېدل هغه مسایل دي، چې په وروستیو څو کلونو کې د خبریالانو په ګډون د نورو بشري حقونو بنسټونو د اعتراض وړ ګرځېدلي دي.
په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه هر کال د بېلابېلو بنسټونو له لوري رپوټونه خپرېږي او دولت هم د دوی د خوندیتوب او ملاتړ ژمنې کوي.
خو اوس هم په دغه هېواد کې د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې تر سترګو کېږي، چې ځینې وختونه په کې پخپله د افغان دولت کارکوونکي ښکېل وي.












