د بریتانیا پارلمان کې د دفاعي کمېټې مشر د افغانستان په اړه د لانجمنو څرګندونو له امله استعفا کړې

د عکس سرچینه، PK Media
د بریتانیا پارلمان دفاعي کمېټې مشر او د محافظه کار ګوند غړي توبایس الووډ وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا وکړه چې د افغانستان په اړه له څرګندونو وروسته له پراخو نیوکو سره مخامخ شو.
ښاغلي الووډ چې د بریتانیا د دفاع وزیر هم پاتې شوی، د روان کال په جولای کې ویلي و، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وضعیت ښه شوی، خو څرګندونو یې بحثونه او نیوکې وپارولې.
نوموړی له دې امله په دفاعي کمېټه کې د خپلو همکارانو لخوا له نه باور رایې سره مخامخ و، خو اوس ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي توبایس الووډ د دفاعي کمېټې له مشرۍ نه استعفا ورکړې ده.
یوې سرچینې ویلي، د بریتانیا د پارلمان دغه غړي مخکې له دې چې ګواښه کړای شي، له خپلې دندې استعفا ورکړې.
د یادونې ده چې ښاغلي الووډ په پیل کې د خپلو څرګندونو دفاع کړې وه او ویلي یې و چې په افغانستان کې د تېر پرتله ثبات ښه شوی، خو وروسته یې د خپلې دې خبرې له امله بښنه وغوښته او ویې ویل له خپلو هغو څرګندونو سره چې هلمند ولایت ته یې د سفر پرمهال کړې وې، ''تېروتنه '' کړې ده.
ښاغلي الووډ په خپل استعفا لیک کې ویلي، له افغانستان سره د ښکیلتیا په اړه پر کمزوري پوهاوي نیوکې پرځای دي ځکه نو غواړي چې له خپلې دندې استعفا وکړي.
نوموړي ویلي، ''په ژورې خواشینۍ سره د دفاعي کمېټې له مشرۍ نه استعفا کوم. ''
نوموړی هغه مهال تر سختو نیوکو لاندې راغی چې په یوه وېډیو کې یې وویل، ''په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې فساد پام وړ کم شوی دی. ''
د پارلمان یوه غړي د هغه دغه خبره په بشپړه توګه حیرانوونکې وبلله او هغه یې تورن کړ چې په افغانستان کې د طالبانو د پرېکړو ستاینه کوي.
توبایس الووډ چې یو پخوانی پوځي دی، په ۲۰۱۷ کال کې هله د خبرونو سرټکی شو چې د بریتانیا پر پارلمان د ترهګریز برید پرمهال یې د یوه افسر کېت پلمر د ژوند ژغورولو هڅې کړې وې.




















