یو شمېر افغانې ښځې؛ "سینګارتونونو موږ سره د خپلو غمونو پټولو کې مرسته کوله"

A general view of a beauty salon in Kabul on 8 July, 2023 before it's shut down by the Taliban

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

نن دوشنبه (د جولای میاشتې ۲۴مه)، هغه نېټه ده چې د طالبانو په امر به افغانستان کې ټول سینګارتونونه خپل فعالیت بندوي او تړل کېږي به.

په دغه رپوټ کې بي بي سي د افغانستان له دریو بېلابېلو ولایتونو دریو هغو ښځو سره مرکې کړې، چې په وروستي ځل سینګارتونونو ته تللې او خپلې تجربې او کیسې یې شریکې کړې دي.

په دغه رپوټ کې یې د خوندیتوب لپاره نومونه بدل شوي.

"ماته اجازه نه وه چې له کوره بهر ووځم، خو خپل مېړه مې دې ته قانع کړی و، چې ماته اجازه راکړي په کال کې دوه درې ځله سینګارتون ته لاړه شم او ځان سینګار کړم."

په یوه نرواکه او د ښځو پر وړاندې له تبعیض او دوه‌ګوني چلن ډکه ټولنه کې سینګارتون د ۲۳ کلنې زرمینې لپاره یوازېنی هغه ځای و، چې د څو شېبو لپاره به یې پکې ازادي احساسوله.

زرمینې په ۱۶ کلنۍ کې واده کړی، سره له دې چې د ښوونځي په بشپړولو توانېدلې ده، خو له واده وروسته یې د خسر کورنۍ اجازه نه ده ورکړې چې پوهنتون ته لاړه شي او لوړې زدکړې وکړي.

د هغې ټوله خوشحالي د کور له څلورو دیوالونو بهر سینګارتون ته تګ و چې تل به یې ورته شېبې شمارلې، خو طالبانو پرې دا ځای هم بند کړ او پرېکړه یې کړې چې د جولای پر ۲۴تمه دې ټول سینګارتونونه وتړل شي.

یوه ترخه خدای پاماني

A women getting her make-up done in Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سینګارتونونه افغانستان کې یو شمېر ښځو لپاره هغه ځایونه و چې د څو شېبو لپاره به یې پکې خپلې ستونزې هېرولې.

زرمینه وروستی ځل میاشت مخکې سینګارتون ته د خپلو وېښتو د رنګونو لپاره تللې وه او خپل وېښتان یې خرمایي رنګ کړل.

هغه لا په سینګارتون کې وه چې طالبانو د سینګارتونونو د تړلو خبر ورکړ.

زرمینه چې د دوو اولادونو مور ده وايي: "د دې خبر په اورېدو د سینګارتون څښتنې یو ټکان وخوړ، رنګ یې والوت او په ژړا شوه. هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وه."

د اټکلی شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې کابو ۶۰ زره ښځو په سینګارتونونو کې کار کاوه او له دې درکه یې خ‍پله کورنۍ مړوله.

زرمینه وايي: "د وېښتو له رنګولو وروسته مې وروځې اصلاح کولې، سترګې مې پټې وې خو چې د وریزو کار مې بشپړ شو نه مې شو کولای سترګې پرانیزم او ماته مخامخ ځوړندې لویې هېندارې ته وګورم، ټولو ژړل، چوپتیا خپره وه."

هغه به له خپلې یوې ګاونډۍ سره سینګارتون ته تله، د سینګارتون یوه کارکوونکې یې ملګرې شوې وه او په زړه یې پوهېده چې څه ډول سینګار یې خوښ دی.

نوموړې وایی سینګارتون د ښځو لپاره هغه ځای و چې د څو شېبو لپاره به یې پام بدلاوه، او دلته به یې کیسې کولې.

"پخوا به چې کله سینګارتون کې ښځې راټولېدې د خپلو ستونزو په اړه به غږېدې، د اولادونو د روزنې، د کلتورنو او بېلابېلو سینګارونو په اړه او دا چې ښځې ته سلیقه او سینګار څومره اړین دی."

Afghan women getting a new hair style

د عکس سرچینه، Getty Images

خو کله چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته د افغانستان پر واګو طالبانو ولکه ټینګه کړه په سینګارتونونو کې د ښځو هغه بنډار او خبرو هم رنګ بدل کړ.

د زرمینې په ټکو:"اوس سینګارتونو کې هم د ښځو ټولې خبرې یوازې پر بېکارۍ، د ښځو پر وړاندې پر دوه ګوني چلند او بې وزلۍ وې."

زرمینه د افغانستان په سوېل کې پروت کندهار ولایت کې ژوند کوي، هغه ځای چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده پکې اوسېږي.

هغه وايي دلته دا عادي خبره ده چې سړي دې د خپلې کورنۍ لوڼې او ښځې سینګارتونو ته له ورتګ راوګرځوي.

د زرمینې په خبره: "دلته ډېرې ښځې‌ په حجاب او چادریو کې ګرځي. پر موږ اوس دا د کلتور او دود په توګه جبري شوی باید دا کار وکړو او ویې منو."

د هغې مېړه دوه کاله مخکې هغه دنده له لاسه ورکړه چې ښه معاش یې و، اوس په یوه بل ښار کې مساپر دی او ګټه وټه یې لکه پخوا هغسې نه ده.

زرمینه خپل کور کې د کلي ماشومانو ته درس ورکوي او له دې لارې د خپلو لګښتونو پیسې برابروي.

هغه چې کله په وروستي ځل له سینګارتون وتله، بېرته یې‌ پسې شا ته وکتل، هغه په دې پوهېده چې له دې وروسته به بیا هېڅکله دې ځای ته بېرته رانشي، چې هغې به د څو شېبو لپاره پکې خپلواکي احساسوله.

"ما د خپل سینګار پیسې پخپله ورکولې، په دې کار ما ځان ځواکمن او خپلواکه احساساوه، له دې وروسته به پیسې هم لرم، خو د ځان په سینګار به یې نه شم لګولی، دا سخت د بیچاره‌ګۍ احساس راکوي."

سینګار د ښځې ښکلا او سلیقه ده

Three women waiting in a beauty parlour in Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سینګارتونونو له تړلو سره به لږ تر لږه ۶۰ زره ښځې وزګارې شي.

مدینه ۲۲ کلنه ده او کابل کې اوسېږي. هغه تل پر انلاین بڼه څاري چې کوم فیشن او سینګار تازه بازار ته راغلی.

"هره ښځه چې زه پېژنم پر سینګار مینه ده او دا خوښوي چې هر وخت په نوې بڼه ځان سینګار کړي او فیشن وکړي. سینګار د یوې ښځې د سلیقې ښکارندويي کوي. زه نوی فیشن او د کالیو نوی سټایل خوښوم."

مدینه وايي فیشن او د یوې ښځې په توګه خپل سینګار او ځان ته رسېدنه یې خپل مېړه سره پر شریک ژوند هم مثبت اغېز کړی او د دوی اړیکه یې ژوندۍ ساتلې.

"زما مېړه واقعا خوښوي چې ما په بېلابېلو بڼو سینګار شوې وګوري، د هغه خوښېږي چې زه خپل وېښته هر ډول رنګ کړم او په نوي سټایل یې قیچي کړم. هغه تل زه سینګارتون ته پخپله بېولم او په ساعتونو به را ته د دروازې شا ته په ډېره حوصله‌مندۍ ولاړ و چې زما کار بشپړ شي. کله به چې له سینګارتونه راووتم هغه لومړی کس و چې زما سینګار به یې لیده او ډېره ستاینه به یې راته کوله. د هغه خبرو به ماته ډېره انرژي راکوله او خوشالولم به یې."

مدینه وايي وروستي ځل سینګارتون ته د تېرې دوشنبې پر ورځ د خپلو وروځو د رنګولو لپاره ورغلې، دا هغه کار و چې هغې به درې اونۍ وروسته یو ځل سینګارتون کې کاوه.

A illustration of empty salon with four chairs

دا هغې په خبره دا کار ورته له هغې اسانه و چې هره ورځ دې د وریزو پر قلم خپلې وریزې وکاږي او رنګ یې روښانه کړي.

د مدینې په ټکو: "په وروستۍ ورځ مې مېړه کور کې نه و، ۱۷ کلنې خور سره مې سینګارتون ته لاړم، هېڅ مې باور نه کېده چې دا مې سینګارتون ته د تګ وروستۍ ورځ ده. ټول لاره کې مې پر دې فکر کاوه چې داسې نه شي سبا طالبان امر وکړي چې ښځې ژوندۍ خښې کړئ.ځکه نور خو یې هر‌ څه پر موږ بند کړل."

مدینه وايي، مخکې به چې سینګارتون ته تلله له ګڼې ګوڼې ډک کابل ښار د هر سینګارتون مخې ته به کتار موټرې ولاړې وې چې ښځې په پکې د واده، کوژدې او نورو ښادیو مراسمو لپاره سینګارتون ته راغلې وې، خو په دې ورځ هېڅ نه وو.

"سینګارتون ته ننوتم چوپتیا وه، نور کله به مې سینګارګره بازار ته د وروستي راغلي فیشن په اړه پوښتله، خو دا ځل یې چې زما د وریزې جوړول بشپړ کړل پوښتنه مې ترې وکړه چې آیا شونې ده د سینګارتون له تړلو وروسته کور کې ښځو ته سینګار وکړې؟"

مدینه وايي له دې پوښتنې سره ښځې سر وښوراوه او ويې ویل: "نه، اول خو کور کې وسایل او امکانات نشته او که دا کار هم وکړو طالبان که راباندې خبر شي وژني‌ مو."

A woman putting on nail polish

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وايي په سینګارتونونو کې ښخې هغه کارونه کوي چې شریعت کې یې جواز نشته.

مدینه د حقوقو پوهنځي اوم ټولګي محصله وه، هیله یې وه چې وکیله شي، خو طالبانو پرې پوهنتونونه وتړل.

هغه د دندې موندلو په لټه کې ده، خو دا کار سخته ځکه دی چې طالبانو ډېرو برخو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

مدینې ته د طالبانو له راتګ مخکې ورځې ور په زړه کېږي چې ښځو پکې ډېره ازادي لرله.

مدینه په کوچنیوالي کې هم خپلې مور سره سینګارتون ته تلله او په یاد یې دي چې څنګه به ښځې سره راټولېدلې، کیسې او بنډارونه به یې کول او د ژوند په بېلابېلو اړخونو به یې خپلې تجربې یو بل سره شریکولې.

"خو اوس هر څه بدل دي، ښځې لکه پخوا پتلون او لمنې نه اغوندي، تولې حجاب کوي هره خوا وېره خپره ده. هېڅوک نه پوهېږي چې څوک د طالبانو ملاتړي دي، هېڅوک دې ته زړه نه ښه کوي چې د اوسني وضعیت په اړه څه ووايي. ټول ډارېږي".

د طالبانو له راتګ مخکې به زومانو ته هم اجازه ورکړل ورکړل کېده چې سینګارتون ته راننوځي، مدینه وايي زومانو به په سینګارتون کې خپلو ناویانو سره یادګاري عکسونه اخیستل خو اوس پر دې هر څه بندیز دی.

له دې ټولو بندیزونو سره مدینه لږ تر لږه د خپل واده د ورځې خوږې خاطرې لري چې وايي "هېڅکله به یې هېرې" نه کړي.

هغه وايي: "تېر کال مې واده و، سینګارتون ته تللې وم کله مې چې سینګار بشپړ شو ځان ته مې په هېنداره کې وکتل دومره ښکلې ښکارېدم چې هېڅ مې باور نه شو کولی، زه خپله هغه خوښي نه شم بیانولی."

سینګارتون ماته بیا ژوند راوباښه

Large photos of women on the doors of beauty salons were covered up after the Taliban took control across the country

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په شمال څنډه مزار ښار کې بیا سینګارتون د ۲۷ کلنې سمیې لپاره د ژوند یوه اړتیا ده.

دا هغه ځای دی چې سمیې پکې خپله ښکلا او ښایست بېرته موندلی.

درې کاله وړاندې یې په خونه کې بخارۍ اور اخیستی و او په اورلګېدنه کې یې مخ سوځېدلی و او وریزې او باڼه یې هم بشپړ سوځېدلي وو.

هغې چې د خبرو پر مهال یې ستونی غریو نیولی و وویل: "ما آن نه شو کولای خپل ځان ته په هېنداره کې وګورم، ډېره بدې ښکارېدم. فکر مې کاوه ټول خلک ماته ګوري او راپورې خاندي ځکه چې وریزې مې بشپړې له منځه تللې وې. څو میاشتې بهر نه وتلم هره ورځ به مې ځان ته کتل او ژړل به مې."

پرمختللې ټکنالوژۍ د سمیې نهیلي او ژړا ترې واخیستل، سینګارتون ورسره مرسته وکړه چې پر ځان باور یې بېرته ترلاسه کړي.

هغه وايي: "زه سینګارتون ته لاړم او مایکرو بلیډېنګ (د وریزو لنډ مهاله ټټو) مې وکړ. له دې کار وروسته مې څېره بېرته ښه شوه. کله چې ما خپلو وریزو ته وکتل ومې ژړل او دا ځل مې اوښکې د خوشحالۍ وې. سینګارتون بیا ځلي ما ته ژوند راوباښه."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په مزار ښار کې هم ډېر سینګارتونونه وتړل شول.

رنګارنګ پوسټرونه یې چې د خپلو اعلاناتو لپاره راځړولي وو هم ورک کړل، ځکه چې طالبانو عامه ځایونو کې د ښځو د څېرو پر ښکاره کېدو بندیز ولګاوه.

Afghan women protest against the Taliban's decision to close the salons

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر ښځو پلازمینه کابل کې د سینګارتونو د تړلو برخه کې د طالبانو د پرېکړې پر ضد احتجاج کړی وو.

ښځې یوازې په حجاب او بورقه کې چې دوه سترګې یې ښکاري بهر ګرځېدلی شي.

سمیې ارواپوهنې برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړي دي او اوس د رواني روغتیا د مشاورې په توګه دنده کوي.

نوموړې د دې شاهده ده چې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو له امله د رواني درملنې مراجعینو ښځو شمېر له پخوا څو برابره زیات شوی.

دا یوازې سمیه نه ده چې د "درملنې" لپاره سینګارتون ته تللې، په دې جګړه ځپلې هېواد کې لسیزو جګړې د ښځو پر مخ ډېر ټپونه او داغونه جوړ کړي، خو د درملنې توان او امکانات نه لري.

سیمه وايي: "سینګارتونونه له سینګار ورها خوا هم زموږ لپاره ډېر څه دي. موږ سره مرسته کوي چې خپل درد او غم یې تر شا پټ کړو، موږ ته انرژي او هیله را کوي."