د ناروې کډوالو شورا: طالبان غواړي په نادولتي بنسټونو کې د ښځو فعالیت بېرته پیلولو ته موقتې حللارې ومومي

یان اېګېلنډ وايي، له طالب مشرانو سره په کتنه کې یې له هغوی غوښتي چې د ښځینه کارکوونکو فعالیت بیا پیلولو په تړاو یو مشخص وخت ورته وټاکي.

د عکس سرچینه، Jan Egeland/twitter

د عکس تشریح، یان اېګېلنډ وايي، له طالب مشرانو سره په کتنه کې یې له هغوی غوښتي چې د ښځینه کارکوونکو فعالیت بیا پیلولو په تړاو یو مشخص وخت ورته وټاکي.
د خپرېدو وخت

د ناروې کډوالو شورا (این ار سي) په نامه یوې مهې نادولتي مؤسسې مشر له طالب مشرانو سره له لیدنې وروسته ویلي، طالبان غواړي چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بېرته پیلولو ته موقتې حللارې ومومي.

یان اېګېلنډ وايي، په کندهار کې یې له طالب مشرانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د ښځو د کار بیا پیلولو په تړاو یو مشخص وخت ورته وټاکي.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د حکومتي او نادولتي بنسټونو استازو د همغږۍ د يوې ګډې کمېټې په جوړولو هم هوکړه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز موضوع چې د بشري مرستو رسولو او نادولتي بنسټونو په چارو کې د خنډ او ځنډ لامل شوه یو ځل بیا د نړیوالو او طالب مشرانو تر منځ په خبرو کې راپورته شوې.

د ناروې د کډوالو شورا په نامه نړیوالې مؤسسې مشر یان اېګېلنډ چې د دغه بندیز په لومړیو کې هم افغانستان ته ورغلی و اوس یو ځل بیا په کابل او کندهار کې له طالب مشرانو سره په لیدنو کې هڅه کوي چې هغوی ښځو ته بېرته کار ته د ستنېدو اجازې او دغې چارې ته یوه ټاکلي مهالوېش ته قانع کړي.

هغه پر ټویټر لیکلي: ''په افغانستان کې د ښځو لپاره یوې سیاسي حل لارې، ديپلوماتیکو هلو ځلو او د بشري مرستو د اصولو له مخې په پراخه کچه مرستو بېرته پیلېدو ته بېړنۍ اړتیا ده.''

هغه زیاته کړې چې په کندهار کې يې له طالب مشرانو غوښتي چې د ښځینه همکارانو د کار بېرته پیلولو په اړه یو وخت ورته وټاکي ځکه چې یوازې له نارینه کارکوونکو سره کار نه کوي. د نوموړي په وینا، طالب چارواکو په ځواب کې ویلي چې د ښځو د کار د بیا پیل په موخه،‌ دوی د "لنډمهاله حل لارې"په لټه کې دي ترڅو په افغانستان کې د مخ پر زیاتیدونکې کړکېچ سره چې ۲۸ میلیونه خلک سملاسي مرستې ته اړتیا لري، ژر تر ژره رسیدګي وشي.

هغه بي بي سي نړیوال سروېس ته ویلي:

"ما نن او پرون دلته په کندهار کې له لوړپوړو طالب چارواکو سره وکتل، د پیغام رسولو یوازينۍ لاره له دوی سره خبرې او له واقعیتونو سره د دوی مخ کول دي. او واقعیت دا دی چې د بېلګې په توګه زموږ مؤسسه اړ ده چې پرلپسې په ولایتونو کې کار ودروي. اړ شوو چې په پنځو ولایتونو کې دفترونه وتړو او سږ کال مو څلوېښت سلنه بودیجه هم کمه شوه. ځکه پر ښځینه همکارانو مو د بندیز له امله د کونډو او ښځو په مشرۍ کورنیو ته رسیدګي نشو کولی. هغه څه چې اوس يې دوی وايي دا دي چې په داسې لارښود نهايي کولو لګيا دي چې څرنګه ښځې بېرته کاري ځواک ته راوګرځي.''

په ورته مهال، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د حکومت د بېلابېلو ادارو او د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو استازو پرېکړه کړې چې د همغږۍ یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د حکومت دبهرنیو چارو وزارت سرپرست او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی رامزالاکبروف تر مشرۍ لاندې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو ادارو او د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو نادولتي ادارو استازو ګډون کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي چې د مرستو وېش په داسې ډول تنظیمول غواړي چې هم خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او هم د اقتصاد څرخ وګرځي.

ښاغلی اېګېلنډ وايي، کابل کې یې د پاکستان په ګډون د اسلامي هېوادونو له دیپلوماتانو سره په خیریه موسسو کې د ښځو پر فعالیت د بندیز ختمېدو لپاره د هڅو زیاتولو لړ کې لیدلي دي.

د عکس سرچینه، Jan Egeland/twitter

د عکس تشریح، ښاغلی اېګېلنډ وايي، کابل کې یې د پاکستان په ګډون د اسلامي هېوادونو له دیپلوماتانو سره په خیریه موسسو کې د ښځو پر فعالیت د بندیز ختمېدو لپاره د هڅو زیاتولو لړ کې لیدلي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ميتو مېلر ویلي چې امریکا په افغانستان کې د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې له امله خپل ځینې پروګرامونه ځنډولي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او هغه راپورنه يې هم رد کړل چې ګنې له دغو مرستو طالبان هم ګټه اخلي.

د طالبانو د حکومت مشرتابه په افغانستان کې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار نږدې شپږ میاشتې وړاندې بندیز ولګاوه او ورپسې یې د روان میلادي کال د اپرېل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ځايي ښځینه کارکوونکو پرفعالیت بندیز ولګاوه چې له هغې راهیسې پرې پراخې نړیوالې نیوکې او د دغه بندیز د لیرې کولو لپاره د یادو بنسټونو د ننګې هلې ځلې روانې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، دغه بندیز په پراخه کچه افغانستان ته بشري مرستې او د ملګرو ملتونو او نادولتي بنسټونو فعالیتونه ټکني کړي او په تېره بیا هغه بې وزله مېرمنې چې کونډې دي او یا هغه کورنۍ چې نارینه سرپرست نه لري تر نورو ډېرې اغېزمنې کړې.