یوناما: افغانستان کې مو ښځینه کارکوونکې له ځورونې، ډارولو او توقیف سره مخ شوې

ملګري ملتونه وايي، پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له کبله له ښځو سره مرستو کې ستونزې رامنځته کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له کبله له ښځو سره مرستو کې ستونزې رامنځته کېږي.
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په دغه هېواد کې د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ تر اپریل میاشتې په بشري حقونو وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی.

د رپوټ په سر کې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار بندیز ته اشاره شوې.

یوناما وايي تر دې دمه د ملګرو ملتونو ډېری ښځینه کارکوونکې د ځورونې، ډارولو او توقیف په ګډون د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ شوې دي، چې له همدې کبله یې خپلو کارکوونکو ته د می میاشتې تر پنځمې په کور د پاتې کېدو لارښوونه وکړه.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ځايي دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه ونیوه.

په راپور کې راغلي له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار کولو بندیز له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له ماموریت سره هم په ټکر کې ده، ځکه ملګري ملتونه نه شي کولای په داسې شرایطو کې د واکمنو چارواکو امر ومني.

په راپور کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو ویل شوي په دغې مودې کې په بریدونو او ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنو کې ۷۹ تنو ته مرګژوبله اوښتې چې ډېری یې د اسلامي دولت خراسان ډلې ته منسوب شوي دي.

په دغې مودې کې د ۲۰۲۲ کال پرتله د کوچني اختر په ورځو د ملکي تلفاتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. دغه راز په عبادت ځایونو، د ځانګړو توکمونو او مذهبونو پر وړاندې کوم برید هم نه دی شوی، خو وايي، له پخواني حکومت سره د تړاو لرونکو کسانو وژنې روانې دي. په دې برخه کې ځینې بېلګې هم په راپور کې یادې شوې دي.

په دغه راپور کې د ښځو او نجونو د حقونو او زدکړو، ملکي وګړو خوندیتوب، د پخواني دولت له چارواکو او امنیتي ځواکونو سره چلند، د زور زیاتي کارونې، رسنیو ازادي او عدلي او قضايي چارو د فعالیتونو په اړه ځینې جزییات ورکړل شوي دي.

یوناما وايي په ځینو برخو کې له زور زیاتي کار اخیستل شوی دی.

یوناما ویلي په سړو سیمو کې د ښوونیز کال له پیل سره بیا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکول شوې، دغه راز په پوهنتونونو کې هم ښځینه محصلینو ته لا د زده کړو اجازه نه ده ورکول شوې.

د خپلواکو رسنیو د فعالیتونو محدودولو لپاره نور ګامونه هم پورته شوي دي. او د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر ادارې ځینې نوي فرمانونه صادر کړي دي.

په راپور کې د واکمنو چارواکو د هغه حکم صادرولو په اړه اندېښنه ښوول شوې، چې د قضیو دواړو خواوو ته اجازه ورکوي چې د پخوانۍ ادارې پر مهال قضیو د بیا کتنې غوښتنه وکړي، چې جنايي قضیې هم پکې شامل دي. یوناما دغه چاره له قانوني اصولو څخه سرغړونه بللې ده.

د طالبانو حکومت ویاند تېره ورځ په افغانستان کې د محاکمو د فعالیت او شرعي احکامو د انفاذ په اړه، د یوناما ادعاوې او اندېښنې بې بنسټه بللې وې او ویلي یې وو: ‏" واقعیت دادی، چې په افغانستان کې قضایي سیستم د پخوا پرتله ډېرقوي، او عدالت تامین شوی او د هېوادوالو حقوقو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې رسیدګي کېږي. "

طالبانو تر اوسه د نورو موضوعاتو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د یوناما راپور داسې مهال خپور شوی چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو ۶۰۰ ورځې پوره شوې.