سپینه ماڼۍ 'راتلونکې میاشت' له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ارزونې بشپړ رپوټ خپروي

امریکايي ځواکونو وتل

د عکس سرچینه، BEN BIRCHALL/PA WIRE

د خپرېدو وخت

په امریکا کې د ولسمشرۍ دفتر چارواکي وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو بهیر ارزونې بشپړ رپوټ به راتلونکې میاشت خپور کړي.

د سپینې ماڼۍ مسوولینو په وینا دا رپوټ به په ورته مهال کانګرېس ته هم وړاندې کړل شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ارزونې امر کړی و او د دې ارزونې لومړنۍ پایلې باید په تېر اګست کې چې د امریکايي ځواکونو وتلو له کلیزې سره برابره ده، خپرې شوې واې.

خو د اړوند ادارو له لوري د دې چارې سرته رسولو تر مهال ځنډول شوې وې.

د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو له کابل هوايي ډګر او نورو سیمو څخه د وتلو پر مهال ګڼې ویجاړۍ تر شا پرېښودې.

اوس د سوشیټډپریس خبري اژانس په رپوټ کې د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له قوله ویل شوي چې دا پایلې به د راتلونکې اپریل میاشتې تر نیمايي پورې خپرې شي او هغه برخې یې چې درجه بندي شوې دي، کانګرېس ته هم وړاندې شي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور د امریکا په کانګرېس کې د بهرنیو اړیکو کمېټه چې کانګرېس غړی مایک مککال یې مشري کوي، په ځانګړې توګه له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو پروسې ارزونه کوي.

جمهوریتپال چې په دې کمېټه کې اکثریت دي او دغه راز د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د وروستیو امریکايي پوځیانو وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړې دي.