د امریکا کانګرس کې جمهوریپالو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا کانګرس کې جمهوریپالو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پر څرنګوالي تونده نیوکه کړې او ایران ته يې د افغان پوځ د زرګونو افغان پوځیانو د تلو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مخکښ جمهوريپال د افغانستان په تړاو د ولسمشر بایډن پر راپور له سختو نیوکو سره ویلي چې د هغه بې شرطه وتل او په پایله کې يې رامنځته شوی جنجال او د ژغورنې او ایستنې له خطر او مرګونو سره تړلې لړۍ لا هم روانه ده.
مایکل مککال په يوه ۱۱۴ مخیز راپور کې ویلي ټولې هغه ادعاوې چې د ولسمشر بایډن ادارې په دې تړاو په خپل راپور کې کړې ناسمې دي او د تاریخ د ناسم لیکلو هڅه ده تر څو د امریکا په تاریخ کې د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو بدې تېروتنې او ناکامۍ پرې پټې کړي.
هغه دا هم ویلي چې دی او همکاران يې تر هغه کرار نه کېني چې دا پلټنه بشپړه نکړي چې دا هر څه څرنګه پېښ شول او ولې تر دغه بریده خرابی پکې وشو.
د امریکايي رسنۍ فاکس نیوز د راپور له مخې د ولسمشر بایډن د ملي امنیت شورا یوه ویاند له افغانستانه د ولسمشر بایډن د ادارې د وتلو په دفاع کې روانه اونۍ په یوه یادښت کې ليکلي چې ولسمشر و نه غوښتل چې د امریکایانو یو بل نسل هم داسې یوه جګړه کې جنګېدو ته واستوي چې باید ډېره پخوا لا ختمه شوې وه.
هغه یادښت او راپور چې مخکښ جمهوريپال یې سراسر له ناسمو ادعاوو او په ناسمه د واقعیتونو د څرخولو هڅه بولي.
د امریکا د کانګرس د مخکښ جمهوريپال مایکل مککال په دغه راپور کې چې یوه ستراتيژیکه ناکامي سرلیک يې ورکړی ایران ته د افغانستان د پخواني پوځ د یو شمېر هغو سرتېرو پر تېښته هم اندېښنه ښودلې چې امریکا روزلي دي.
هغه دا هم د امریکا ناکامي بللې چې دغې حساسې موضوع ته يې لومړیتوب نه دی ورکړی چې هغه افغان کمانډویان او ځانګړي ځواکونه وباسي چې د امریکا د پوځ د عملیاتو په تړاو حساس معلومات ورسره شته.
دوی پر دې هم اندېښنه ښودلې چې ایران ته د ور اړ شوو دغو سرتېرو له معلوماتو کېدی شي ایران ناسمه استفاده هم وکړي.
په مې میاشت کې هم د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړې سرپلټونکي راپور په ډاګه کړې وه چې شاوخوا درې زره افغان ځانګړي ځواکونه چې لوړپوړي افسران هم پکې وو ایران ته تښتېدلي.
خو دغه راپور دا هم ویلي و چې د دغو ځواکونو ډېری یې د ملګرو ملتونو د مداخلې او د طالبانو له عمومي بښنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي.
خو لا هم د هغو ځواکونو شمېر معلوم نه دی چې په ایران کې دي. سیګار هم دا اندېښنه ښودلې وه چې ښايي ایران د دغو ځواکونو د استخدام هڅه وکړي.
جمهوریپالو دغه رپوټ داسې مهال خپور کړی، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ یو کال پوره شو.
له افغانستانه د امریکا د وتلو پر بهیر د تېر کال له اګسته نیوکې روانې دي.
د تېر کال په اپرېل کې ولسمشر بایډن ویلي وو چې امریکا به له افغانستانه وځي او د اګست په دېرشمه يې له وتلو او ایستلو له یوه ناندریز او مرګوني بهیر سره دغه ژمنه پوره کړه.



















