له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو مهالوېش

افغانستان کې امریکايي پوځيان

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د خپرېدو وخت

نیوزویک مجلې افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا د اولسم کال د بشپړېدو په مناسبت له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، ویل کېږي چې د امریکا ولسمشر غواړي د امریکا د کانګرس له منځنیو ټاکنو وروسته چې راتلونکې نومبر میاشت کې کېږي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره یو مهالوېش وټاکي چې په ۲۰۲۰ کال کې به پیل شي.

خو د افغانستان او عراق د چارو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د اوږدې مودې سلاکار انتوني کورډسمن مجلې ته ویلي په امریکا کې له افغانستانه د چټک وتلو او په دغه هېواد کې د پراخ پوځي حضور ملاتړي نشته.

ده ویلي، د امریکايي ځواکونو نوي قوماندان په دنده نوی پیل کړی او ډونلډ ټرمپ به د هغه ارزونې ته انتظار کوي.

خو مجلې په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د پخواني همغږي کوونکي سیت جونز په حواله کې که امریکا يي ځواکونه په چټکۍ له افغانستانه ووځي نو له شک پرته ډېر ناوړه پایلې به ولري، ځکه د طالبانو په پرمختګ سره دغه هېواد د جهادي ډلو په مرکز بدلېدای شي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړې ادارې مشر جان سُپکو کاناډایۍ ورځپاڼې سټار ته ویلي دی د کاناډا په ګډون له افغانستان سره د نورو هېوادونو مرستې هم د لکه د امریکا د مرستو په څېر ضایع شوي او دا ستونزه یوازې پر امریکا پورې محدوده نه ده.

ده کاناډا ته سپارستنه کړې هغه ستونزې چې ده له افغانستان سره د امریکا د مرستو او په دغه هېواد کې د لګول شویو پیسو په برخه کې موندلي دوی هم باید لاس په کار شي او په دې برخه کې پلټنه وکړي.

د سټار د معلوماتو له مخې، کاناډا په افغانستان کې نژدې ۲٫۲ میلیارده ډالره لګولي دي او په هېواد کې یې د نژدې پنځلس کلن پوځي ماموریت پرمهال ۱۵۸ سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي سټار ورځپاڼې ته ویلي د افغانستان په نسبت له دغه هېواد سره ډېرې زیاتې، ډېرې زیاتې پيسې ولګول شوې، افغانستان کې دومره ډېرې پيسې ولګول شوې چې د سُپکو په وینا د افغانستان اقتصاد یې د هضمولو توان نه درلود.

جان سپکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جان سپکو د کاناډا سټار ورځپاڼې ته ویلي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له اولس کلنې ښکېلتیا وروسته لا هم د افغان ځواکونو وړتیاوې تر پوښتنې لاندې دي ، اداري فساد شته او نشه یې توکو زیات تولیدیږي هغه څه چې له وسله وال فعالیت لا ډیر پراخ شوی.

د امریکا د څار ځانګړې ادارې مشر زیاتوي د دې پيسو یوه زیاته اندازه د هېڅ درد درمل نه شوې او له افغانستان بهر په دوبۍ او د امریکا په ویرجینیا کې د کورونو په رانیولو ولګول شوې.

جان سپکو د کاناډا سټار ورځپاڼې ته ویلي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له اولس کلنې ښکېلتیا وروسته لا هم د افغان ځواکونو وړتیاوې تر پوښتنې لاندې دي ، اداري فساد شته او نشه یې توکو زیات تولیدیږي هغه څه چې له وسله وال فعالیت لا ډیر پراخ شوی.

دی وايي ددې ستونزو له ډلې د ځینو په برخه کې نړیوالې ټولنې هم ونډه لرله، د مثال په توګه د اداري فساد په برخه کې نړیوالې ټولنې داسې څه وکړل لکه پر اور چې تیل وشیندل شي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه د ترهګرۍ په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په اړه لیکي هند له عراق او افغانستان وروسته دریم هېواد دی چې له ترهګرۍ یې ډیر زیان لیدلی.

یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی ورځپاڼې ته ویلي په هند کې اکثره بریدونه له پاکستانه سرچینه اخلي چېر ته چې د ده په وینا د پاکستان پوځ او استخبارات یې مرسته کوي، خو په پاکستان بریدونه هغه ډلې کوي چې د دې سرچینې په وینا په پاکستان کې یې د تېرو څو لسیزو په موده کې وده کړې ده.

بابر اعظم ۶۶ منډې وکړې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، بابر اعظم ۶۶ منډې وکړې

د هند مخالفه کمونیسته ماویسټ ډله هم په هند کې بریدونه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له داعش ، طالبانو او الشباب وروسته څلورمه هغه ډله چې ده په تیره کال کې یې ډیر بریدونه کړي دي. په دې

انډین اکسپریس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې لوبې په اړه لیکي افغانستان د تیرې شپې لوبه وبایلله خو دوه نور لوبډلو ته یې ماته ورکړې او افغان لوبډله د آسیا کپ سیالیو په سږني ټورنمنټ کې د انګلیسۍ ژبې په اصطلاح ډارک هارسیس دي، او دا اصطلاح داسې چارته کارول کیږي چې په یوه سیالۍ کې له تمې خلاف ښه وځلیږي.