د کابل هوايي ډګر پوځي برخه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په کابل کې د پوځي هوايي ډګر بهرني قراول کې نن ګهیځ چاودنه شوې .

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پېښه تاییدوي او وايي، ځینې کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي، "نن ګهیځ د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه وشوه چې له کبله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. د پېښې نور جزییات او لټون روان دی."

که څه هم طالبان د مړينې کره شمېر نه يادوي خو د الجزیرې عربي چینل د طالبانو د یوې حکومتي سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې په دې چاودنه کې "۱۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان" دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي د چاودنې غږ یې ګهیځ مهال واورېد.

دا په کابل کې یو له خورا امن سیمو شمېرل کېږي، چې هوايي ډګر ته نېژدې پرته ده او کلک امنیتي تدابیر پکې نیول کېږي.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی خو په تېر کې د دغه ډول ډېریو بریدونو پړه د داعش په نامه اسلامي دولت نومي ډلې په غاړه اخیستې.

سره له دې چې د طالبانو حکومت افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي خو واک ته د دغې ډلې له رسیدو سره د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې ورته خونړي بریدونه شوي دي.

له دې وړاندې کابل کې پر یوه یوه مېلمستون چې چینايي وګړي پکې اوسېدل برید شوی و چې پړه یې داعش ډلې منلې وه. ‌